1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په آلمان کي ډېر لږ مهاجر مسلکي زده کړو ته زړه ښه کوي»

۱۳۹۸ مرداد ۸, سه‌شنبه

په آلمان کې د کار پيدا کولو د پلټنو انستيتوت په حواله په دغه هيواد کي په مخ پر زياتيدونکي ډول پناه غوښتونکي ځانونو ته کارونه پيدا کوي. خو ډير لږ کسان غواړي مسلکي زده کړي وکړي.

https://p.dw.com/p/3MxVh
Deutschland Flüchtlinge und Arbeit | Flüchtling aus Somalia, Ausbildungsbetrieb
انځور: picture-alliance/dpa/C. Schmidt

د «دي ويلت« په نامه آلمانۍ ورځپاڼي د سه شنبه ورځي د رپوټ په حواله، که څه هم په آلمان کي ډير پناه غوښتونکي په کارونه بوخت دي، خو د هغوی ډيره لږ برخه يي مسلکي زده کړي کوي.

د جرمني د کار پيدا کولو د پلټنو انستيتوت (IAG) مشر اولريش والوای، د يوې مرکې په ترڅ کي ويلي دي چي آلمان ته په ۲۰۱۵م کال کي له سوريې، افغانستان ،عراق، اِريتيريا، پاکستان، نايجيريا، سوماليا او ايران څخه راغلو مهاجرو په ډله کي شاوخوا ۳۵ سلنه يي ځانونو ته يو کار پيدا کړی دی. په دې ډول د په کار اخته پناه غوښتونکو شمير نژدې۴۰۰ زرو ته رسيږي چي دا رقم مخ پر زياتيدو هم دی.

خو د هغه په خبره له هغو شاوخوا يو اشاريه دوو ميليونو کسانو څخه چي آلمان ته رامهاجر سوي دي، يوازي ۴۴ زره يي په اوس وخت کي په مسلکي زده کړو بوخت دي.

د والوای په نظر، خو په مجموعي ډول مسلکي زده کړو ته د پناه غوښتونکو ليوالتيا مخ پر زياتيدو ده.

نوموړي اقتصاد پوه ويلي دي: لکه څرنگه چي زياتره وخت، مسلکي زده کړو ته  لاس رسی آسانه کار نه دی، نو پناه غوښتونکي لا زيات ملاتړ او مرستي ته اړتيا لري.

والوای زياتوي چي د ۴۰۰ زرو په کار اخته پناه غوښتونکو په ډله کي، تقريباً نيمايي يي په خدماتي کارونو بوخت دي. د کار په بازار کي څلور څانگې د مهاجرو د مدغم کيدو له پاره ډيري مهمې دي: هغه شرکتونه چي د ټاکلي يا مؤقت وخت له پاره کارگران مني. د اقتصاد په برخه کي خدمات لکه د پاک کارۍ کمپنۍ، هوټلونه، رستورانتونو او د کرهڼي په برخه کې.

(G.P/N.Z(KNA