1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د کرونا له کبله مسجدونو ته د تاوان رسېدو اندېښنې

۱۳۹۹ فروردین ۱, جمعه

په آلمان کې د مسلمانانو مرکزي‌ شورا د کرونا کړکېچ له کبله جوماتونو ته د مالي تاوانونو له اوښتو اندېښنه لري. ياده شورا د وعظ نوې لارې هم لټوي‌ او له رسنيو څخه مرسته غواړي.

https://p.dw.com/p/3ZlWX
Deutschland Duisburg Polizei sichert Moschee
انځور: picture-alliance/dpa/R. Weihrauch

په آلمان کې د مسلمانانو مرکزي‌ شورا وايي‌ چې له ترکي‌ جوماتونو پرته ښايي نور جوماتونه »له سخت مالي زيان» سره مخامخ شي.‌ دغه خبره د مسلمانانو د شورا مشر،‌ ايمن مازيک د جمعې په ورځ‌ يوې آلمانۍ ورځپاڼې ته کړې ده.

دا ځکه چې جوماتونه د جمعې د لمانځه او د روژې په مياشت کې په راټولو شوو بسپنو چليږي. د هغه په خبره د ډېرو جوماتونو له پاره اوس نوي‌ تحولات »د سقوط په معنی» دي. دا ځکه چې پرته له دغو بسپنو څخه نه د امامانو معاش او نه د جوماتونو ودانۍ تمويلېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روژې مياشت د اپريل پر ۲۴مه ښايي شروع شي. د مازيک په خبره »موږ اټکل کوو چې اوسنی وضعيت به تر هغه وخته پورې هم دوام وکړي.«

رسنۍ تړل شوو جوماتونو ته د بديل په توګه؟

Deutschland Vatan-Moschee in Bielefeld
انځور: picture-alliance/ecomedia/R. B. Fishman


په داسې حال کې چې نور جوماتونه له بسپنو څخه ژوند کوي،‌ ترکي‌ جوماتونه ډېری وخت د ترکانو د ديتيب ټولنې او د ترکيې د ديني‌ چارو د ادارې په مرسته تمويليږي.

مازيک همداراز د آلمان د عامه خدماتو پر تلويزيوني او راډيويي‌ رسنيو غږ وکړ چې تړل شوو جوماتونو ته دي د بديل په توګه د مسلمانانو له پاره ځانګړې خپرونې ولري.‌ په دې موخه يې همداراز غوښتل چې له پنجشنبې ورځې راهيسې له رسنيو سره تليفوني‌ خبرې وکړي.

د هغه په وينا د ای ار دي او دويچلندفونک آلمانۍ رسنۍ کولی شي چې وعظونه - له عربي‌او ترکي‌ ژباړې سره - خپاره کړي. د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر وويل چې شورا يې کولی شي داسې يوه طرحه وړاندې او ورباندې کار وکړي. خو د دغه ډول عبادتونو د ديني ‌اړخ په باره کې بايد د هغه په اند لا بحثونه وسي.