1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"په آلمان کي د استخدام شاخص ټيټي کچې ته رسېدلی"

احمد ولي اڅکزی | رويټرز خبري اژانس
۱۴۰۳ آذر ۲۹, پنجشنبه

په بازار کې د کمزور طلب او اقتصادي کړکېچ له امله، شرکتونه د خپلو کارمندانو د پلان جوړونې په برخه کې د تیرو څلور نیمو کلونو په پرتله ډېر پر شا شوي دي.

https://p.dw.com/p/4oN3z
"په آلمان کي د استخدام شاخص ټيټي کچې ته رسېدلی"
"په آلمان کي د استخدام شاخص ټيټي کچې ته رسېدلی"انځور: Tamir Kalifa/Getty Images

د اړوند استخدام شاخص په ډسمبر کې ۹۲ اعشاريه ۴ ته راټیټ شوی دی چې دا د نومبر د ۹۳ اعشاريه ۳ پواینټونو څخه کم دی. دغه شمېرې د پنجشنبې په ورځ د  آلمان  په مونشن کې د (Ifo) انسټیټیوټ د مدیرانو له سروې څخه څرګندي شوې. د اووم پرله پسې کموالي سره، شاخص د ۲۰۲۰ کال د منځنۍ مودې راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېد کله چې د کورونا بحران  په خپل اوج کې و.

د ياد انسټيټيوټ له خوا ترسره شوي نظرپوښتنط مشر کلاوس وولراب، وویل: "په مخ پر ډېرېدونکې توګه د هغو شرکتونو شمېر کميږي چې خپل کارګر زیاتوي". په وينا يې "خو په مقابل کې د هغو شرکتونو شمیر زیات شوی دی چې غواړي د کار ځایونه کم کړي."

په ځانګړې توګه په صنعت کې اقتصادي کړکېچ د کارګرو پلان جوړونې باندې خپل اغیز پریښی دی. په راپور کې راغلي دي: "نږدې ټول سکتورونه د کار ځایونو د کمولو په اړه غور کوي."

د آلمان د کار د مهاجرت او د پناه غوښتني قانون څه توپیر لري؟

د دې وضعیت څخه تر ټولو زیات د فلزاتو سکتور، د موټر جوړوونکي او د هغوی عرضه کوونکي اغیزمن شوي دي. تجارت هم د نوو کارمندانو ګمارلو پر ځای د دندو کمولو پلان لري. د خدمتونو په برخه کې د تیرو څو میاشتو منفي حالت دوام لري.

اړوند: پلټنه: د جرمني د کار بازار هر کال ۲۸۸ زره مهاجرو ته اړتیا لري

د ياد انسټيټيوټ څیړونکو موندلې ده چې "په داسې حال کې چې د توريزم يا ګرځندوی په سکتور کې خلک ګمارل کیږي، د شخصي خدمتونه او د مېلمستون سکتور خپل دندې کموي."

د ساختماني سکتور په اړه ویل شوي چې د کړکېچ سره سره، د ډېرو دندو کمولو کومه نښه نه لیدل کیږي. شرکتونه هڅه کوي خپل کارمندان وساتي. د مخکښو انسټیټیوټونو د وړاندوینو له مخې، د آلمان اقتصاد به په پرله پسې توګه د دوهم ځل لپاره په دې کال کې کمښت تجربه کړي. د ۲۰۲۵ کال لپاره تر ټولو ښه هیله یو کوچنی مثبت بدلون دی. اوس د آلمان د اقتصاد وزارت په تازه میاشتني راپور کې ویل شوي: "د دوامداره اقتصادي بدلون هیڅ څرک نه لیدل کیږي."

د دې لپاره دلیلونه د جغرافیایي سیاسي پرمختګونو په اړه لوړه ناڅرګندتیا، د راتلونکې  امریکایي ادارې  له خوا د احتمالي تعرفې زیاتوالی چې ډونالډ ټرمپ یې مشري کوي او په آلمان کې راروانې ټاکنې په ګوته شوي دي.

آيا ټولو مهاجرو ته به د مسلکي زده کړو امکانات برابر سي؟

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.