1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او هالنډ له داعش سره د همکارۍ په تور ۹ کسان نیول شوې

۱۴۰۲ تیر ۱۵, پنجشنبه

دغه کسان په آلمان کې د یوې تروریستي ډلې په جوړولو او د «اسلامي دولت» يا داعش په نوم تروریستي سازمان په ملاتړ تورن دي. په هالنډ کې هم یو تاجيکستانی او د هغه مېرمن د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4TVmJ
آرشیف: د جرمني هیواد پولیسو انځور
آرشیف: د جرمني هیواد پولیسو انځورانځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

د جرمني د لوی څارنوالۍ دفتر د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اوه نارینه د دې هیواد په نوردراین ویستفالین ایالت کې د ترهګرۍ په تور نیول شوي دي.

د څارنوالانو په وینا، شکمنو کسانو په جرمني کې یوه ترهګریزه ډله جوړه کړې وه او د "اسلامي دولت" (داعش) په نوم د ترهګریز سازمان ملاتړ یې کاوه.

په کارلسروهه ښار کې فدرالي څارنوالی ویلې دي چې یو کس د ترکمنستان، یو د قرغزستان او پنځه نور د تاجيکستان اصلي وګړي دي.

ويل سوي دي چې دغه کسان په ۲۰۲۲م کال کې پر اوکراین د روسیې د يرغل له پیل څخه لږ وروسته جرمني ته را ننوتلي ول.

له ترکیې څخه لمړنۍ اخراج سوې کورنۍ برلین ته ورسیدله

د څارنوالانو په وینا، شکمنو کسانو هدف درلوده چې "په آلمان کې لوی بریدونه" ترسره کړي، ځکه وار له مخې ېې یوشمیر هدفونه پیژندلې او هڅه ېې کوله چې وسلې ترلاسه کړي.

څارنوالانو اعلان وکړ چې دغو کسانو د ۲۰۲۲م کال له اپریل مياشتي راهیسې د داعش له پاره پیسې راټولې کړي او زیاته کړې ېې ده چې دوی په وار وار بهر ته د یوې ترهګرې ډلې له پاره پیسې استولې دي.

اروپا ولې خپل هغه اتباع نه مني چي د داعش له پاره جنګیدلي؟

د هالنډ پولیسو هم دوه کسان (یو تاجيکستانی او د هغه میرمن) د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیولي دي. د هالنډ د څارنوالۍ دفتر په یوه بیان کې ویلي دي چې یاد مشکوک کسان په جرمني کې له یوشمیر نورو کسانو سره په تماس کې ول.

په یوې بیانیه کې ویل شوي: «د پولیسو پلټنې د دې لامل شوې چې پرې شک وسې چې دا سړی د داعش ډلي غړی او ورته د یوه ترهګریز برید د پلانولو امر شوی وو.»

په یاد مطلب کې ویل شوی «که څه هم پلانونه تر اوسه روښانه نه وه، خو دومره جدي وه چې د هالنډ څارنوالۍ پکې مداخله وکړي.»

له داعش سره پخوانی بندي، اوس د ترهګرو په موندلو کې مرسته کوي