1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آستراليا کې يوه بنګله دېشۍ د تروريزم په تور زنداني شوه

۱۳۹۸ خرداد ۱۷, جمعه

د آستراليا يوې محکمې يوه بنګله دېشۍ نجلۍ د «ترهګرۍ» په جرم په ۴۲ کاله زندان محکومه کړې ده. دغې نجلۍ د هغې د کور څښتن د خوب په حال کې په چاړه ژوبل کړی وو.

https://p.dw.com/p/3K0m0
Symbolbild Gefängnis
انځور: Getty Images/AFP/M. Abed

د آستراليا د «ای بي سي» تلويزيون د چارشنبې په ورځ رپورټ ورکړ چې د تېر کال په فبرورۍ مياشت کې مومنه شوما، چې يوه بنګله دېشۍ نجلۍ ده، د پخلنځي په چاړه سره د ملبورن په شمال کې د هغې د کور پر څښتن باندې بريد وکړ او هغه يې د خوب په حالت کې زخمي کړ.

دغه عمل د آستراليا د قضايي چارواکو له خوا «له داعش څخه الهام اخیستونکی يو تروريستي عمل» وبلل شو. مومنه شوما لومړنۍ ښځه ده چې په آستراليا کې د تروريستي فعاليت په تور محاکمه شوې ده. د ويکتوريا په لوړه محکمه کې د محاکمې په ترڅ کې داسې وويل شول چې دغه نجلۍ په هدفمنه توګه آستراليا ته راغلې، او آن چاړه يې هم له بنګله دېش څخه له ځان سره راوړې وه.

هغه د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په مياشت کې د لوړو زده کړو په ويزې سره د آستراليا ملبورن ښار ته ولاړه او د هغه سړي په کور کې یې چې وروسته يې ورباندې بريد وکړ، يوه کوټه کرايه کړه.

د عمل د انګيزې لټون

د آستراليايي رسنيو د رپوټ په حواله، مومنې شوما د کور پر څښتن باندې د بريد پر مهال د «الله اکبر» ناره کړې وه. دغه سړی تر يادې پېښې وروسته تر درملنې لاندې ونیول شو، خو ويلي يې دي چې هغه تل ويريږي او له دې حالت څخه په پر له پسې ډول رنځ وړي. د هغه په خبره هغه له ياد وخت راهيسې نور نه شي کولای چې خپل کار ته ادامه ورکړي. په دې اړه التو لابيتوبون، چې د «تروريزم او کړکېچ» په برخه کې د آستراليا د کوين لند د پوهنتون کارپوه دی، دويچه ويله ته ويلي دي چې د بريد کوونکې ښځې د هدف د روښانولو په مقصد زياتو څېړنو ته اړتيا ده. هغه باور لري چې د هغې د انګيزې او رواني حالت څېړنه ښايي د دې کار دليل هم ښکاره کړي.

لابيتوبون په دې هکله زياتوي: «يوازې يو دليل نه وي چې د کوم چا له خوا د يوه تروريستي عمل د تر سره کېدو سبب ګرځي، بلکې تل د ايديالوژۍ او نورو عواملو ترکيب موجود وي لکه اقتصاد، د دويم درجې وګړي په څېر احساس او داسې نور.«

ns/ms (dpa)