1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پنجشیر کې د نیږدې ۲ لکه ډالرو په ارزښت زمرد پلورل شوي»

امید دیدار
۱۴۰۲ دی ۱۹, سه‌شنبه

پنجشیر کې د طالبانو د کانونو او پترولیم ریاست وايي د دې ولایت له کانونو ایستل شوي ۱۵۱۹ قیراطه زمرد په شاوخوا ۲سوه زره امریکايي ډالرو وپلورل شول. دغه ریاست ویلي یاد زمرد د آزدې بولۍ له لارې پر افغان سوداګرو پلورل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4b1Li
Pakistan Smaragdmine im Swat Tal
انځور: DW/A. Bacha

باختر دولتي اژانس چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، د پنجشیر د کانونو او پټرولیم وزارت د ریاست له قوله خبر ورکړی چې په پنجشیر ولایت کې یې د شاوخوا ۲ لکه امریکايي ډالرو په ارزښت زمرد پلورلي دي. دغه ریاست زیاته کړې چې یاد زمرد پر ملي سوداګرو پلورل شوي دي.

ویل شوي، دغه زمرود پنجشیر ولایت مقام کې د ازادې سیالۍ له لارې وپلورل شول. دطالبانو په ادارې کې د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو له مخې، تر دې دمه د تازه پلورل شويو زمردو په ګډون د پنجشیر له کانونو د څه باندې ۲،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې ۲۳ زره قیراطه زمرود پلورل شوي دي.

د دغې وزارت ویاند همایون افغان وايي، پنجشیر ولایت کې دقیمتې ډبرو ۱۶ سوه کانونه تثبیت شوي، چې تر اوسه یې له ډلې ۴۲۰ هغو ته د استخراج جوازونه ویشل شوي دي.

زیاته شوې چې دغو کانونو کې د پنجشیر ولایت شاوخوا لسو زرو کسانو ته کاري موکه برابره شوې ده. طالبان وايي، د پنجشیر د زمردو پلورلو کې د دوی ونډه لس سلنه ده. د طالبانو په څه باندې دوه کلنه واکمنۍ کې د پنجشیر د زمردو د کانونو په ګډون دافغانستان د کانونو په استخراج او پلور نیوکې هم کېږي.