1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پنجشير د رايو ورکولو په برخه کې تر ټولو امن ولايت دی»

۱۳۹۷ مهر ۱۳, جمعه

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ویاند سيد حفيظ الله هاشمي وايي، چې په پنجشير ولایت کې د پارلماني انتخاباتو د ترسره کولو پر وړاندې هيڅ ډول ستونزه نشته او خلک پرته د هر ډول انديښنو په پارلماني انتخاباتو کې ګډون کوي.

https://p.dw.com/p/362Xw
Afghanistan Frauen zählen Stimmen aus
آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/O. Matthys

هاشمي دویچه ويله ته وويل وايي: «موږ په پنجشير کې هيڅ ډول ستونزه نه لرو، امنيت سل په سلو تامين دی، حتی د دغه ولايت په ليرو پرتو سیمو کې هم امنيت ښه دی او هيڅ ډول انديښنه نه شته.»

د افغانستان په پارلمان کې د پنجشير ولايت برخه دوې څوکۍ دي چې يوه يې ښځي او بل يې نارينه استازي ته ځانګړې شوې ده. د دغو څوکيو له پاره ۱۲ تنو ځانونه کانديد کړي دي چې ۱۰ يې نارينه او ۲ يې ښځي دي.  

په همدې حال کې د پنجشير ولایت اوسيدونکي وايي چې د خپل برخليک ټاکلو په موخه د ۱۳۹۷ کال په پارلماني انتخاباتو کې پراخ ګډون کوي او ددغه ولايت له پاره داسې استازي انتخابوي چې د پنجشیر د هويت دفاع وکړي.

د پنجشير ولايت اوسيدونکی دادخدا وايي: «پنجشير يو امن ولایت دی، انشاالله انتخاباتو ته په ښو هيلو ګورو، په سرتاسري ډول ترسره کيږي او خلک علاقه لري چې په ټاکلي وخت کې خپل د خوښې کانديد ته رايه ورکړي.»

د پنجشير يو بل اوسيدونکی پرويز وايي چې يو وکيل بايد لوړ تحصيلات ولري او داسې کس وي چې د دغه ولايت د هويت او مقام دفاع وکړي. وړې ستونزې شته خو داسې د پام وړ ستونزې نه شته.

شعيب هم د پنجشير اوسيدونکی دی، دی وايي چې په پنجشیر کې د تقلب کچه صفر ده او امکان يې هيڅ نه شته، ځکه دلته ناظرين ډير دي او پاملرنه هم ډيره کيږي. له بلې خوا دا يو سل په سلو کې امن ولايت دی.

Afghanistan Kabul - Wahl (Archivbild)
«په پنجشير کې شاوخوا ۷۰ زره خلک راي ورکولو ته آماده دي»انځور: Imago/UPI Photo

پارلماني انتخاباتو ته د پنجشير ولايت څخه يو نوماند ظهير سعادت هم دوی ته ورته نظر لري، هغه وايي په ټول پنجشير کې د رای ورکولو ۱۹۶ مرکزونه شته چې هيڅ مشکل پکښې نه شته.

سعادت په دې هکله وايي: «د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د ارقامو له مخې تر۷۰ زرو ډير کسان په انتخاباتو کې برخه اخلي. دوی علاقه لري چې د انتخاباتو په بهير کې ګډون وکړي. په پنجشیر ولایت کې ۸ انتخاباتي سايټونه او د رای ورکولو ۱۹۶ مرکزونه شته.»

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ویاند سيد حفيظ الله هاشمي د پروان ولایت په هکله وويل چې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د انتخاباتو د ترسره کولو له پاره ستونزې شته، خو حکومت ژمنه کړې ده چې دغه ستونزې به د تلې مياشتې تر ۲۸مې پوري ليري کړي.

هاشمي وايي: «د پروان ولايت په ځينو ولسواليو کې امنيتي ستونزې شته، خو حکومت د افغانستان د ۵۱۰۰ مرکزونو د امنيت ژمنه کړې ده چې په هغو کې د پنجشير او پروان ولايتونو مرکزونو هم شامل دي. په پام کې ده چې په دغو مرکزونو کې انتخابات په عادي توګه ترسره شي.»

 هاشمې د پروان ولايت په اړه وويل چې ددغه ولایت له پاره د رای ورکولو ۱۴۵ مرکزونه په پام کې نيول شوي دي او دغه ولايت چې د افغانستان په پارلمان کې د څلورو څوکيو سهيمه لري، ۲۸ تنو ورته ځانونه کانديد کړي دي. په دغو کانديدانو کې ۱۷ يې نارينه او ۱۱ يې ښځي دي.

Afghanistan Sicherheitslage Polizei in Herat
د ټاکنو کميسيون وايي چې حکومت ژمنه کړې چې د ټاکنو په ورځ به د مرکزونو امنيت تامنينوي. انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

خو د پروان ولايت ځيني اوسيدونکي د امنيتي وضعيت په اړه انديښمن دي چې دغه ستونزه په پارلماني انتخاباتو کې د هغوی د ګډون خنډ ده.

ددغه ولايت يوه اوسيدونکې شمسيه نجفي، وايي چې په کورنۍ کې يې د رايو ورکولو پر شرايطو برابر ۶ کسان شته، خو یوازې خپله دا په دې توانيدلې ده چې پر تذکره يې سټيکر ولګوي او په ټاکنو کې ګډون وکړي.

د پروان ولايت دغه اوسيدونکې وايي چې د دولت وسله وال مخالفين هغه کسان آزار او اذيت کوي چې پر تذکرو يې سټيکرونه لګولي وي، خو تر څنګ يې په دغه ولايت کې داسي کسان هم شته چې په ټاکنو کې يې د ګډون له پاره، پر خپلو اصلې تذکرو سربيره نوې تذکرې اخيستي او پر هغوی سټيکرونه لګولي دي.

د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ (تیفا) وياندې صغرا سعادت دویچه ويله ته وويل کومه څيړنه چې تيفا د افغانستان په ولايتونو کې د انتخاباتو د ترسره کولو د وضعيت په اړه کړې ده، ښيي چې په پنجشير ولایت کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو له پاره ۹۹،۵ سلنه شرايط اماده دي.