1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون: په افغانستان کې مو د القاعدې یو مشر وژلی دی

۱۳۹۵ آبان ۱۵, شنبه

امریکا وایي چې تیره میاشت یې په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکې یوه برید د القاعدې یو مشر وژلی دی. وژل شوی کس فاروق القتاني، نومول شوی دی چې د پنتاګون په حواله د امریکا پر ضد د بریدونو یو له اصلي پلانوونکو څخه وو.

https://p.dw.com/p/2SCT9
Afghanistan Black Hawk Helicopter
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Maqbool

د پنتاګون ویناند پیتر کوک، په یوې بیانیه کې ویلي دي چې د افغانستان د شمال ختیځې برخې له پاره د القاعدې مسول فاروق القتاني، د اکتوبر پر ۲۳مه نیټه په کونړ ولایت کې په یوه «هدفمن برید» کې وژل شوی دی.

د پنتاګون دغه چارواکي ویلي دي چې امریکا په همدې ورځ په افغانستان کې د القاعدې د یوه بل مشر بلال الاوتابي، د په نښه کولو له پاره یو بل هوایي برید هم ترسره کړی دی. د هغه په خبره چې لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې الاوتابي، له دې برید څخه ژوندی راوتی او که نه. الاوتابي د فاروق القتاني، مرستیال وو.

امریکایي چارواکي تیره میاشت اعلان وکړ چې دوو توغندیو په کونړ ولایت کې هغه دوه کورونه چې باور کیده دغه کسان په کې میشت وو، ویجاړ کړي دي. ویل کیږي چې دغو دواړو کسانو هڅه کوله چې په افغانستان کې یو ځل بیا د القاعدې له پاره پټنځایوه رامنځ ته کړي.

کروک ویلي دي چې القتاني د امریکا متحده ایالاتو پر ضد د القاعدې د بریدونو یو له اصلي پلانوونکو څخه وو.

دغه کس چې ویلي کیږي له اسامه بن لادن سره یې له ډیر وخت راهیسې اړیکې لري، لږ تر لږه له ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوه. دا هم ویل کیږي چې هغه د ۲۰۱۰ کال له نیمایي راهیسې د القاعدې د یوې ډلې مشرې هم کوله. پنتاګون له څلورو کلونو راهیسې په فعاله توګه د القاعدې مشران په نښه کوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.08.2015):