1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پنتاګون د البغدادي د وژلو د عملیاتو ویډیو خپره کړه

۱۳۹۸ آبان ۹, پنجشنبه

د امریکا د دفاع وزارت د اسلامي دولت یا داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي، د وژلو په موخه د امریکايي پوځیانو د عملیاتو ویډیو خپره کړه. البغدادي د همدې میاشتې په ۲۶مه نیټه په سوریه کې د امریکايي پوځیانو له خوا ووژل شو.

https://p.dw.com/p/3SFrU
Pentagon PK Veröffentlichung Bildmaterial al-Baghdadi Einsatz
انځور: picture-alliance/AP/US Department of Defense

د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر میاشتې په ۳۰مه نیټه) د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت په سوریه کې د امریکايي پوځیانو په لاس د ابوبکر البغدادي د وژل په موخه د عملیاتو په هکله تازه جزئیات وړاندې کړل. د فاع وزارت په حواله امریکا متحده ایالاتو د عملیاتو په هکله ترکیې او روسیې ته له مخکې معلومات ورکړي وو.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو د البغدادي د وژلو په موخه د امریکايي پوځیانو د عملیاتو ویډیو هم خپره کړه. د دفاع وزارت په حواله په دغو عملیاتو کې د استخباراتي چارواکو او ځمکني سرتیرو په ګډون له هوايي ملاتړ څخه هم کار اخیستل شوی وو. د سرتیرو په ګډون په دې عملیاتو کې د جګړې له پاره یوه روزل شوي سپي هم مهم نقش لوبولی دی. د دفاع وزارت له لوري د خپرې شوې ویډیو په دریمه دقیقه او ۱۵ ثانیه کې ګڼ شمیر چاودنې هم لیدل کیږي.  

پنتاګون وویل چې تر عملیاتو وروسته، د دفاع وزارت استخباراتي څانګې د البغدادي د جسد پلټنه کړې او د «ډي ان اې» تر آزموینې وروسته دا تائید شوې چې په عملیاتو کې البغدادي وژل شوی دی. د امریکا د دفاع وزارت په حواله البغدادي د سوریې په ادلیب ښار کې د ترکیې پولې په شاوخوا څلور کیلومتري کې په یوه کور کې ووژل شو.

Pentagon PK Veröffentlichung Bildmaterial al-Baghdadi Einsatz
انځور: Reuters/US Department of Defense

تیره اوونۍ ولسمشر ترمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل چې ابوبکر البغدادي، د امریکا د ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې وژل شوی دی. ترمپ ویلي وو چې البغدادي «د یوه سپي، ډارن او بزدل» په څیر وژل شوی. د ترمپ په خبره ابوبکر البغدادي په دې عملیاتو کې له خپل ځان څخه د حفاظت په خاطر له ماشومانو څخه استفاده کړې وه.په امریکا کې ولې آن ولسمشر د یوه سپي ستاینه کوي؟