1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پمپیو له طالبانو سره تړون نه لاسلیکوي؛ د طالبانو دريځ څه دی؟

۱۳۹۸ شهریور ۱۴, پنجشنبه

«ټایم» مجلې ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، له طالبانو سره د هغه تړون له لاسلیکولو ډډه کړې چې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، چمتو کړی دی. طالبان وایي چې تر اوسه یې په رسمي توګه دغه خبر نه دی ترلاسه کړی.

https://p.dw.com/p/3P3M0
USA, Washington: Mike Pompeo
انځور: picture-alliance/AP/M. Balce Ceneta

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو اترو د نهم پړاو تر پایه ته رسولو او کابل ته تر رسیدو وروسته، وویل چې په اصلو کې یې له طالبانو سره پر یوه تړون باندې موافقه کړې ده. د دې تړون له لاسلیکیدو سره به امریکایي ځواکونه په تدریجي او مشروط ډول له افغانستان څخه ووځي او په بدل کې به یې طالبان د ترهګرو پر ضد اقدامات وکړي، له افغانانو سره به خبرې پیل کړي او یوه اوربند ته به غاړه کښیږدي.

ټایمز مجلې د لوړ پوړو چارواکو په حواله لیکلي دي چې، پلان شوې وه چې د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر، د سپتمبر میاشتې پر دریمه نیټه له ولسمشر ترمپ سره د دې تړون په اړه خبرې وکړي. که ترمپ تړون تایید کړي نو د ۱۳۵ ورځو په جریان کې به نزدې ۵۴۰۰ امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

خو د تړون په اړه بحثونو ته نزدې سرچینو ټایمز، ته ویلي دي چې په دې سند کې یو شمیر ډیر مهم ټکي لکه د ترهګرۍ پر ضد د امریکايي ځواکونو دوامداره حضور، په کابل کې د امریکا پلوي حکومت دوام او آن د جګړې پای، نه دي تضمین شوي.

له همدې کبله ښايي د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د دې تړون له لاسلیکولو څخه ډډه کړې وي. څلورو امریکایي، افغان او اروپایي چارواکو ټایمز ته ویلي دي چې که څه هم طالبانو غوښتي دي چې پمپیو دغه تړون د افغانستان له اسلامي امارت - هغه نوم چې طالبان یې د ځان له پاره کوري - سره لاسلیک کړي، خو هغه له دې کاره ډډه کړې ده.

د ټایمز د مضمون تر خپریدو وروسته بیا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مارګن اورتګوس، په یوه ایمل کې دې رسنۍ ته ویلي چې که تړون د امریکا د ولسمشر او نورو اړخونو له خوا تأید شي نو د بهرنیو چارو وزیر به یې هم لاسلیک کړي.

په ایمل کې زیاته شوې ده: «تر اوسه پورې کوم تړون د لاسلیکولو له پاره موجود نه دی. هغه وخت چې داسې یو تړون رامنځ ته شي چې د ولسمشر ترمپ په ګډون یې ټول اړخونه ومني، په هغه صورت کې چې د بهرنیو چارو وزیر یې مناسب لاسلیکوونکی وي، نو هغه به یې لاسلیک کړي.»

افغان چارواکو ټایمز ته ویلي دي چې که پمپیو تړون لاسلیک نه کړي، نو یا به یې پخپله خلیلزاد لاسلیکوي او یا خو به طالبان او امریکا یوه ګډه اعلامیه خپروي. لا تر اوسه پورې په رسمي توګه طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د دې امکان او تر هغه د وروسته اقداماتو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو دریځ

په دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د خبرو اترو نهم پړاو په یو ډول سردرګمي کې پای ته ورسید. که څه هم ځانګړي استازي څو وارې کابل ته خپل سفر وځنډاوه، ځکه غوښتل یې د احتمالي تړون وروستۍ مسوده له ځان سره کابل ته یوسي، خو داسې ښکاریدل چې د خلیلزاد تر سفر وروسته هم ځینې موضوعګانې پاتې وې. دا ځکه چې کابل ته د خلیلزاد تر تلو وروسته هم یو شمیر امریکایي مرکچیانو او د طالبانو استازو خپلو خبرو ته دوام ورکړ.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې لا تر اوسه پورې ورته د سند له لاسلیکولو څخه د پمپیو د انکار خبره په رسمي ډول نه ده شوې. هغه زیاته کړه: «په رسمي توګه لا تر اوسه پورې موږ ته څه نه دي ویلي. له رسنیو خبر شوي یوو خو تر هغه وخته پورې چې موږ ته په رسمي توګه څه و نه ویل شي موږ یې په اړه موقف نه شو نیولی.»

طالبانو په قطر کې د خبرو اترو په جریان او د هغه تر پای ته رسیدو ورسته په افغانستان کې خپل بریدونه جاري ساتلي دي. همدا د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوه موټر بم چاودنې چې طالبانو یې پړه منلې ده، لږ تر لږه لس کسان ووژل او تر ۴۰ ډیر نور یې ټپیان کړل.

ایا په امریکا کې د افغانستان په اړه واحد نظر شته؟

له  هغه وخت راهیسې چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې اترې یوې پایلې ته رانزدي شوي وي، د یوه احتمالي تړون په اړه هم اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي. ډیر پخواني او اوسني امریکايي چارواکي دغه تړون د امریکا په ضرر بولي، خو د ولسمشر ترمپ او زلمي خلیلزاد په ګډون یو شمیر نور چارواکي بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پلویان دي.

د افغانستان د دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې اوس د افغانستان په تړاو ټولې چارې د زلمي خلیلزاد له دفتر څخه سمبالیږي: «د خلیلزاد له راتلو سره، د افغانستان د سیاست په اړه ټولې موضوعګانې د هغه دفتر ته رسیږي.»

خو دا په دې معنی نه ده چې په امریکا متحده ایالاتو کې له طالبانو سره د یوه تړون مخالفینو هم خپل نظرونه بدل کړي دي. هغه کسان چې تړون د واشنګټن او کابل د ګټو خلاف بولي اوس هم خپل غږ پورته کوي.

د عاصي په خبره په هر صورت کې له طالبانو سره د امریکا یو تړون، په افغانستان کې د ستونزو د زیاتیدو لامل کیږي. هغه وایي چې که افغان حکومت دغه تړون رد کړي، نو د خبرو لړۍ به بیا هم اوږده شي او که واشنګټن د کابل پر نیوکو سربیره هم له طالبانو سره دغه تړون لاسلیک کړي نو کیدای شي چې په راتلونکو مرحلو کې چې د افغانانو تر منځ خبرې دي، لا ډیرې ستونزې رامنځ ته شي.

عاصي وایي له همدې کبله ښايي پمپیو و نه غواړي خپل نوم په دې تړون کې د لاسلیکوونکي په توګه وکاروي: «پمپیو غواړي په راتلونکې کې ځان د امریکا ولسمشرۍ ته نوماند کړي او په دې باور نه لري چې دغه تړون به په افغانستان کې په دایمي سولې تمام شي. نو له همدې کبله نه غواړي خپل شهرت او نوم په دې موضوع کې ښکیل کړي.«

مسعود جهش، شکیلا ابراهیم خیل