1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پمپئو: موږ غواړو چې طالبان تاوتريخوالی کم کړي

۱۳۹۸ بهمن ۱۴, دوشنبه

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير مايک پمپئو له طالبانو غوښتي چې د سولې تړون د لاسلیک کولو څخه د مخه د تاوتريخوالو کمولو له پاره دې خپل «د نمايش وړ شواهد» وړاندې کړي. هغه دغه خبرې نن په تاشکند کې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3XCbu
US-Außenminister Pompeo in Kasachstan
انځور: Reuters/K. Lamarque

له تاشکند څخه د اسوشتید پريس خبري آژانس د رپوټ په حواله، پمپئو دغه څرګندونې د يکشنبې په ورځ (د فبروري ۳مه) د افغانستان په ګاونډي هيواد ازبکستان کې په يوه خبري غونډه کې وکړې. هغه وویل چې يو تړون نژدې شوي دی، پخوا هم نژدې شوي وو خو ځکه ناکام شول، چې طالبان ونه توانيدل چې په دې برخه کې خپل جديت ښکاره کړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل د سولې د خبرو اترو د پيلولو له پاره ډير کار لا پاتې دی چې وشي.

هغه وويل: «موږ د سولې او پخلاينۍ پر يو پلان باندې کار کوو، کامې پر سم ځای کې ږدو، د ښې جملې د ترلاسه کولو له پاره.» پمپئو زياته کړه: «موږ تر دې مخکې يو ځل يوه توافق ته نژدې شوي وو«

پمپئو زياته کړه: «اوس چې کوم څه موږ غواړو هغه د تاوتريخوالو او ګواښونو د کمولو او بین الافغاني خبرې اترو له پاره د هغوی د نمايش وړ شواهدو اراده او وړتيا ښودل دي... دا به لږ تاوتريخوالی ولري.»

هغه د خپلو خبرو په ادامې وويل: «موږ هيله مند يو چې دغې ته لاسرسی پيدا کړو، خو لا تر اوسه ورته نه يو رسيدلي، اوس موږ پر پاتې کارونو لګيا وو.»

Afghanistan Zalmay Khalilzad in Kabul
خليل زاد دوه ورځې مخکې له غني سره لیدلي وو - د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/AA/Afghan Presidency Press Office

پمپئو دغه څرګندونې، کابل ته د زلمی خليزاد تر راتلو دوه ورځې وروسته کوي. د افغان سولې له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي په کابل افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ليدو پر مهال ويلي وو چې په دوحه کې له طالبانو سره په ورستيو مذاکراتو کې کوم د «پام وړ پرمختک نه دی رامنځ ته شوی.»

خو د دې سربيره خليلزاد په کابل کې هيله مندي ښکاره کړې وه چې د يوې ټاکلې مودې پرته به د تاوتريخوالو د کمولو په تړاو يوې هوکړې ته ورسيږي.

زلمي خليل زاد تيره اوونۍ په اسلام کې د پاکستاني چارواکو سره هم ليدلي وو. د طالبانو له لوري د بريدونو د کمولو په برخه کې د پاکستان ملاتړ یو له هغو موضوعاتو ښودل شوی چې خليلزاد په دغه سفر کې پرې له پاکستانی چارواکو سره خبرې کړي دي.

د طالبانو له لوري تاوتريخوالو يا د بريدونو کمولو ته غاړه ايښودلو ته د افغانستان ۱۸ کلنې جګړې او په دغه هيواد کې د سولې د تامين له پاره د لومړني ګام په سترګه کتل کيږي.

تر دې وړاندې طالبانو ويلي وو چې د سولې هوکړه ليک د لاسليک کولو له پاره، دوی خليلزاد ته د يو لس ورځني اوربند وړانديز کړی وو چې په ادامه به يې بين الافغاني مذاکرات هم تعقيبيري. 

زلمی خليلزاد په ۲۰۱۸م کې د سپينې ماڼۍ له خوا د افغان سولې له پاره د استازي په توګه وګمارل شو. متحده ايالات په دې لټه کې دی چې له طالبانو سره د روانو مذاکراتو له لارې يوې داسې هوکړې ته ورسیږي چې د افغانستان اتلس کلنې جګړې ته د پای ټکی کيښودل شي او په دغه هیواد کې د ميشتو امريکايي ځواکونو شاوخوا ۱۳ زره يې بيرته امريکا ته ولاړ شي.