1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر۱۸۰۰ میلیارد یوریي مالي بستې تاریخي موافقه

۱۳۹۹ تیر ۳۱, سه‌شنبه

د بروکسل په سرمشریزه کې د اروپایي اتحادیي مشران د کرونا د مالي مرستو پر بستې توافق ته رسیدلي دي. سربیره پر دې د دغې اتحادیي پر۷ کلنې بودیجې هم توافق شوی دی. کتونکي د یوې تاریخي موافقې خبره کوي.

https://p.dw.com/p/3fdN9
Belgien I EU-Gipfel in Brüssel
انځور: Reuters/Pool/J. Thys

د اروپایي اتحادیي د غړو هیوادونو سرمشریزې څلور ورځې دوام وکړ چې دا د دغې اتحادیي د بلې هرې غونډې په پرتله اوږده وه. د اروپا شورا رئیس شارل میشل د سه شنبې ورځې (د جولای میاشتې ۲۱نیټه) په لومړیو ساعتونو کې د یوه تویتري پوست په ترڅ کې د دې تاریخي موافقې خبر ورکړ.

مخکې تر دې په ۲۰۰۰م کال کې د نیس په ښار کې هم همداسې یوه اوږده غونډه ترسره شوې وه چې خبره پر سلګونو میلیارده یورو وه. له دې جملې څخه د اروپایي اتحادیي د غړو هیوادونو د اقتصادي ودې د چټکتیا او کرونا ویروس د وبا له ویجاړونکو پایلو سره د مقابلې له پاره تصویب شوی وای. د اروپایې اتحادیي په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د غړو هیوادونو مشران د څه دپاسه ۱۸۰۰ میلیارده یورو بودیجه او مالي بسته تصویبوي.

۷۵۰ میلیارده یورو کرونایي مرسته

د اروپایي اتحادیي د غړو هیوادونو د مشرانو د اختلاف یو له اصلي مواردو څخه، د هغو هیوادونو له پاره د ۷۵۰ میلیارده یورو بودیجې تخصیصول ول چې له کرونا څخه اغیزمن شوي دي.

Belgien Abschluss EU-Gipfel
د اروپایي کمیسیون مشره اوزولا فون دیر لاین او د اروپایي شورا مشر چارلیس کیشلانځور: Reuters/S. Lecocq

د آلمان، فرانسې، ایټاليا او د هسپانيا غوښتنه دا وه چې ۵۰۰ میلیارده بلاعوضه مرسته دې د دغې ډلې هیوادونو په اختیار کې ورکړل شي. دا په داسې حال کې چې د اتریش او هالنډ په شمول یو شمیر هیوادونو یې بیا مخالفت کاوه.

وروسته له څلورو ورځو بحثونو او مذاکراتو څخه بالاخره د دغې اتحادیي غړي هیوادونه د ۳۹۰ میلیارده یورو پر بلاعوضه مرستو توافق ته ورسیدل. سربیره پر دې ټاکل شوې ده چې ۳۶۰ میلیونه یورو نورې پیسې به د کرونایي مرستو په ارتباط د غوښتنې په صورت کې د پور په شکل د دغو هیوادونو په اختیار کې ورکړل شي.

د اتحادیي د ۷ کلنې بودیجې تصویب

بل لور ته د اروپایي اتحادیي غړو هیوادونو د دغې اتحادیي د راتلونکو اوو کلونو له پاره د څه دپاسه ۱۰۴۰ میلیارده یورو بودیجه هم تصویب کړه. په پام کې ده چې غړي هیوادونه د چاپیریال ساتنې د مقرراتو په پام کې نیولو سره د ډیجیټالي اقتصاد د رامنځته کولو په برخه کې ګام پورته کړي.

د اروپایي اتحادیي د حکومتي او دولتي مشرانو په سرمشریزه کې د حجم له پلوه په مجموع کې د ۱۸۰۰ میلیارده یورو مالي بستې تصویبیدل د دغې اتحادیي په تاریخ کې یو بې ساری ګام بلل کیږي.

پور ترلاسه کوونکو هیوادونو ته تر ۲۰۵۸م کاله پورې د خپلو پورونو د ادا کولو له پاره وخت ورکړل شوی دی.