1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پروازول: ميرکل دې په پناه غوښتنه کي قانون عملي کړی

۱۳۹۷ آبان ۲, چهارشنبه

د آلمان له صدراعظمې انګلا ميرکل سره په ليدنه کې د مهاجرينو، بشري حقونو سازمان اداري چارو مدیر ګونتر بورکارد د پناه اخیستنې په بهیر کې په قانوني نیمګړتیاو نیوکه وکړه.

https://p.dw.com/p/375kV
Belgien | EU-Gipfel mit Beratungen zum Brexit
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. van de Wouw

د آلمان له صدراعظمې انګلا ميرکل سره په ليدنه کې د مهاجرينو، بشري حقونو سازمان اداري چارو مدیر ګونتر بورکارد د پناه اخیستنې په بهیر کې په قانوني نيمګړتیاو نیوکه وکړه. بورکارد د سه شنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل:« پناه ورکولو پريکړه بايد د محکمې له خوا کنترول کړای شي.»هغه وويل:«موږ په آلمان کې د پناه ورکولو قانونی مراحلو انتظار لرو.»

د سه شنبې په ورځ  د آلمان له صدراعظمې انګيلا ميرکل سره د پناه غوښتونکو، مرستندویه ټولنو او فعالعينو سره بورکارد هم د صدارت په مانړۍ کې په يوه ليدنه کې برخه درلوده.

د پرو ازول انتقاد د آلمان پارلمان کيڼ اړخو ګوند هغه پوښتنې په هکله وو،چې د روان م کال د دويمي ربعې په اړه يې له حکومت څخه  کړې وه. بورکارد د نیوکې تړواو له دې شمير سره وو،چې له جګړه زپلې هيواد افغانستان څخه  پنځوس سلنه پناه غوښتونکو  ته يې پناه ورکول کيږي. په بایرن کې د پناه غوښتونکو په لومړی مرکز ماشینګ کې دغه د پناه ورکولو شمير بيا ۲۷ سلنه دې.

دغه راز بورکارد دغه ستر توپير ته ګوته نیسې چې په انکه څينتروم کې پناه غوښتونکي دغه چانس نه لري چې د ځان له پاره مدافعي وکيل ونیسې.

انکرمرکز د دي له پاره جوړ شوې،تر څو آلمان ته د رارسیدلو پناه غوښتونکو پر دوسیو غور وکړي، که چيرې پناه غوښتونکې غوښتنه د منلو وړ وی پر هغې پريکړه وکړی او که نه وی له همدي ځاي څخه يې بيرته واستوي.

 دغه مرکز، له ټولو څخه زيات د آلمان په حکومت کې د  ايتلافی ګوند سی اس او په غوښتنه رامنځ شوي.  دلته دوي د پناه غوښتونکو پر پناه اخیستې باندې غور کوي، بيلا بيل مسول چارواکي د پناه غوښتونکو پناه غوښتنه  ارزوي او د دغه بهير چټکوالي له پاره کار کوي،تر څو د هغوي د ویستلو پروسه ګړندۍ کړي.

 انتقاد کونکي بيا د دغې کاري بهير پر چټکتيا نیوکه کوي او وايې چې په دې سره پناه غوښتونکو چانس پناه اخیستنې له پاره نور هم کميږي.