1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کندوز د طالبانو بريد ادامه لري

۱۳۹۸ شهریور ۹, شنبه

د افغانستان د حکومت مخالفې وسله والې ډلې طالبانو د جمعې په ماخستن پر کندوز بريد پېل کړ. په دې ترڅ کي د کندوز و حکومتي روغتون ته هم د طالبانو د ننوتلو خبرونه ورکول سوي ول.

https://p.dw.com/p/3On4e
Afghanistan Kundus Transporthubschrauber CH-53
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د افغانستان حکومت وايي چي وسله والو طالبانو يو ځل بيا پر کندوز باندي بريد کړی دی. دغه ښار د افغانستان له تر ټولو لويو ښارونو څخه يو دی.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وياند صديق صديقي ويلي چي افغان ځواکونه د وسله والو د بېرته پر شا تمبولو له پاره د ښار په بعضو برخو کي د هغوی سره په جګړه بوخت دي. د کندوز سيمه او سړکونه يې د افغانستان و نورو شمالي برخو ته د تللو مهمي لاري بلل کيږي. له دغه ښار څخه کابل ته هم رسېدګي آسانه وي.

د اسوشيېتد پرېس خبري آژانس د خبر له مخي د ولسمشر وياند ويلي دي چي وسله والو طالبانو د دغه ښار په يو شمېر ملکي برخو کي مورچلونه نيولي دي. د خبر له مخي د کندوز د چارواکو سره د تليفون له لاري تماس نه سي نيول کيدلای.

رسنيو داسي خبرونه هم ورکړي ول چي وسله والو طالبانو په کندوز کي حکومتي روغتون ته ننوتلي. وروسته د بي بي سي پښتو څانګي خبر خپور کړ چي په کندوز کي ورته د حکومتي روغتون يوې سرچينې ورته ويلي چي وسله وال طالبان بېرته له روغتون څخه وتلي دي.

د کندز د امنيه قومندانۍ وياند سيد سرور حسيني دويچه وله ته وويل چې جګړه د ښار په اطرافو کې لکه سه درک، ولایتي روغتون او قوا خانې په سيمو کې ادامه لري. هغه وويل چې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي او امنيتي ځواکونو هم يو څه تلفات ليدلي: «د هوايي ځواکونو په يوه بريد کې د قوا خانې په سيمه کې ۲۶ طالبان وژل سوي او امکان لري د دښمن تلفات نور هم لوړ سي.»

د کندز د ولايتي شورا رئيس امرالدين ولي هم دويچه وله ته د هوايي حملو پخلي وکړ او وې ويل چې جګړه ادامه لري: «همدا اوس د ښار په دننه کې، نه د ښار څخه د باندې، جګړه ادامه لري او هره شيبه له خلکو څخه قرباني اخلي.»

 ولي وويل چې طالبانو شپې په يوه نيمه بجه، د څلورو خواوو پر کندز ښار حملې پیل کړي، ښار تړلی دی، اوبه او ډوډۍ هم نه پيدا کيږي. د ولي په وينا د ولايتي روغتون هم د جګړې له کرښو څخه يوه ده.

د ولايتي شورا رئيس دغه راز وويل: «مخابراتي شبکې هم ځينې يې غير فعال دي.»

د سيمې اوسيدونکي هم پر ټولنيزو رسنيو د کندز د جګړې په اړه خبرې کوي. د عزت الله حبيبي په نوم د فيسبوک يوه کارونکي ليکلي: «شپې يوه نيمه بجه د کندز ښار په څنډو کې شديده جګړه پيل شوه او تر دا مهاله (۵:۳۰ د سهار) ادامه لري.»

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د کندوز د بريد په تړاو په ټويټر کي يو پيغام خپور کړی دی. د دغه پيغام له مخي وسله والو طالبانو د ښار مهم او عمومي سړک تر خپلې ولکې لاندي راوستلی دی. مجاهد زياته کړې چي د کندوز په بريد کي ګڼ شمېر پوليس وژل سوي چي په ادعا يې د دغو وژل سوو پوليسو مړي پر سړک پراته دي.

کندوز په ۲۰۱۵ کال د طالبانو لاس ته لوېدلی ؤ او د هغه راهيسي څو واري د دغې وسله والې ډلې تر بريدونو لاندي راغلی دی.

پر کندوز د وسله والو طالبانو بريد په داسي حال کي تر سره کيږي چي د قطر په دوحه کي د وسله والو طالبانو د استازو او د امريکا د متحده ايالاتو د استازو تر منځ خبري اتري ادامه لري.

A.A/S.N./M.S.