1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۲،۶ میلیونه واوښت

۱۳۹۹ اردیبهشت ۴, پنجشنبه

په ټوله نړۍ کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو شمیر له ۲۶۲۸۰۰۰ څخه لوړ شوی او د قربانیانو شمیر یي ۱۸۳۰۰۰ ته رسیدلی دی. په یونان کې بیا د یوه افغان مهاجر په ګډون د قرنطين دوه تنه سرغړونکي ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3bJ22
Deutschland | Coronavirus | Maskenpflicht
انځور: picture-alliance/dpa/S, Schuldt

د اروپایې اتحادیي د غړو هیوادونو مشران نن د پنجشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې په ۲۳ نیته) د کرونا بحران په نتیجه کې د رامنځته شوي اقتصادي رکود سره د مقابلې له پاره یو واحد نظر ته د رسیدو کوښښ کوي. تمه کیږي چې په لومړي سر کې یوه ۵۴۰ میلیارده ایرویې اقتصادي بسته تائیده شي.

د اروپایي بلاګ په اقتصاد کې د ۷،۱ سلنه کمښت اټکل کیږي. ارپایي مشران د مالي پيکچ یا بستې په اړه هم نظره دي، خو د تمويل په اړه یې سره ویشل شوي دي. ننۍ سرمشریزه د ویډیو کنفرانس له لارې دایریږي.

آلمان د لس میلیارده اقتصادي بستې اعلان وکړ

د آلمان حکومت د لس میلیارده یورو د اقتصادي بستې اعلان کړی دی. له دې پیسو سره به د کرونا ویروس له امله د اغیزمنو شویو کاروبارونو او بی روزګاره شویو کسانو سره مرسته وشی.  

حکومت د هوټلونو او ریسټورانټونو اړوند سکتور له پاره چې تر ټولو ډیر اغیزمن شوی دی له ۱۹ څخه ۷ سلنې ته د مالیې د کچې ټیټولو اعلان کړی دی. د آلمان حکومت د کرونا ویروس له وبا سره د مقابلې له پاره په مجموع کې ۱۱ سوه میلیارده ایرو تخصیص کړي دي. په آلمان کې پر کرونا د اخته کسانو شمیر تر ۱۵۰ زرو لوړ او د مړو شمیر تر ۵۳۰۰ لوړ شوی دی.

«وضعه له بشري بحران څخه د بشري حقونو بحران پر لور بدلیدو ده»  

د ملګرو ملتونو عمومی مونشي انتونیو ګوتېرش خبردارې ورکړی دی چې د کووید-۱۹ بشري وبا په ډیرې چټکۍ سره له یوه انساني بحران څخه د انساني حقونو د بحران پر لور مخ پر بدلیدو دی. ګوتېرش د پنجشنبې په ورځ د یوه ویډیو له لارې دغه خبره کړې ده.

هغه ویلي دي د ملکي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې امنتیازي چلن لیدل شوی دی. په داسې حال کې چې په یو شمیر ځایونو کې د کرکې انګیزه لیدل شوې، په ځنو نورو ځایونو کې بیا کمزوې ډلې ښکار شوي دي. د ملګرو ملتونو عمومي مونشي زیاته کړه چې د نړۍ په ډیرو برخو کې شدیدو امنیتي اقداماتو له وبا سره د مبارزې هڅې اغیزمنې کړې دي.

په امریکا کې اهلي حیواناتو کې د کرونا ویروس د خپریدو لومړۍ پيښه

په امریکا کې په دوو پيشوګانو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. دا په امریکا کې په کورنیو حیواناتو کې د کرونا ویروس لومړۍ پيښه ده. اخته شوي پيشوګانې د نیویارک ښار د مختلفو برخو څخه دي. تمه کیږي چې دواړه پيشوګانې به په بشپړ ډول روغې شي.

د طبي کارپوهانو په خبره تر اوسه پورې هیڅ داسې شواهد نه دي موندل شوي چې دا ویروس له حیواناتو څخه انساناتو ته انتقالیدلی شي. په حیواناتو کې د ویروس د انتقال پيښې مخکې تر دې هم رامنځته شوي دي.

یونان: د قرنطين سرغړونکي دوه مهاجر ټپیان شوی

په یونان کې له قرنطينن څخه سرغړونه کونکي دوه پناه غوښتونکي د پولیسو په ډزو کې ټپیان شوي دی. دا پيښه د لیسبوس په ټاپو کې رامنځته شوې ده.

یو له ټپي شوو کسانو څخه افغان او بل یې ایرانی دی. دوی روغتون ته لیږدول شوي او د دواړو وضعیت له اندېښنې څخه وتلی دی.

د یونان د مهاجرو په یوه مرکز کې په مجموع کې په ۱۵۰ کسانو کې د کرونا مثبتې پيښې ثبت شوي دي. په داسې حال کې چې د مهاجرو په دوو کمپونو کې هم د پناه غوښتونکو د اخته کیدو پيښې ثبت شوي دي.

دویچه ویله: ش.ن/ب.ص

زموږ له آرشیف څخه: