1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

پر کرونا د اخته کسانو شمیر په نړۍ کې له ۱۰۰ زرو تېری کړی

۱۳۹۸ اسفند ۱۷, شنبه

د کرونا پر ویروس د اخته کسانو شمیر مخ پر ډیریدو دی او وروسته له چين څخه په سويلي کوریا، ایران او ایټالیې کې تر ټولو ډیر موارد ثبت شوي. په اروپا کې ایټالیا او ورپسې آلمان د کرونا پر ویروس د اخته کسانو تر ټولو لوړ رقم لري.

https://p.dw.com/p/3Z1Fg
Coronavirus in Brasilien Arbeiterin mit Schutzmaske
انځور: Reuters/R. Patrasso

په ټوله نړۍ کې د هغو کسانو شمیر چې د تشخيص له مخې د کرونا پر ویروس اخته دي له ۱۰۰ زرو تېری کړی دی. د اخته کیدو تر ۸۰ سلنه ډیر موارد یې په چين کې ثبت شوي چې د کووید -۱۹ یا کرونا په نوم د ویروس د خپریدو اصلي ټاټوبی ګڼل کیږي.

د هغه فهرست په اساس چې د امریکا جان هاپکینز پوهنتون د هیوادونو له خوا د ورکړل شویو رسمي شمیرو پر بنسټ ترتیب کړی دی، د شنبې ورځې (د مارچ میاشتې ۷ نیټې) پورې په نړۍ کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو شمیر ۱۰۲ زرو ته رسیدلی دی.

په اوس وخت کې شمالي کوریا له ۶۷۶۷ اخته کسانو سره تر چين وروسته په دویم مقام کې ځای نیولی دی. په داسې حال کې چې په دغو دوو هیوادونو کې د دې اپيدمي د خپریدو مخه تر یوې اندازې نیول شوې ده، د ایټالیا، ایران او آلمان په څیر هیوادونو کې بیا پر دې ویروس د اخته کیدونکو کسانو شمیر مخ پر ډیریدو دی.

د ایران د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په دې هیواد کې د هغو کسانو شمیر چې د کرونا د معایناتو نتیجه یې مثبته وه، ۴۷۴۷ ته لوړ شوی دی. دغه شمیر تر دې یوه ورځ مخکې ۳۵۰۰ وو.

په ایران، ایټالیا او آلمان کې د اخته کسانو د شمیر زیاتیدل

په ایټالیا کې د کرونا د تائید شویو پيښو شمیر په تیرو دوو ورځو کې له ۳۸۵۰ څخه تر شاوخوا ۴۶۳۰ او په آلمان کې په همدې موده کې له شاوخوا ۴۰۰ څخه ۶۷۰ ته لوړ شوی دی.

د روبرت کُخ انستیتوت چې په آلمان کې د اپيډمي د ارقامو د ثبتونې اصلي مرجع ګڼل کیږي د محاسبې پر بنسټ تر اوسه پورې په دغه هیواد کې د کرونا پر نوي ویروس د اخته کیدو کچه خپل د اوج نقطې ته نه ده رسیدلې. په دې توګه نو په راتلونکو ورځو کې په آلمان کې پر کرونا د اخته کسانو شمیر د چټک زیاتیدو احتمال نه شي ردیدلی.

د آلمان په نږدې ټولو ایالتونو کې د کرونا د نوي ویروس موارد پيژندل شوي دي او تر ټولو ډیر موارد یې په نورد راین- وستفالن ایالت کې، یعنې ۳۲۹ پيښې ثبت شوي دي.

د اروپایې هیوادونو په منځ کې د کرونا له امله تر ټولو ډیر تلفات په ایټالیا کې ثبت شوي دي او د قربانیانو شمیر یې له پنجشنبې ورځې څخه د شنبې ورځې تر سهاره پورې شاوخوا ۱۹۷ تنو ته رسیدلی دی.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص