1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کرهڼه د اقليم د بدلون او وچکالۍ اغیزې

۱۳۹۷ مرداد ۱۰, چهارشنبه

د نړي په ډيرو برخو کې وچکالي اوږديږي، سختيږي او ډيره ژر راستنيږي. د ملگرو ملتونو د خوراک او کرهڼي د سازمان د اقليم او چاپيريال د برخې مشر اليکس جانز له دويچه ويله سره په نړۍ کې د خوراک د تضمين په هکله غږيدلی دی.

https://p.dw.com/p/32QBj
Iran Dürre in der Provinz Sistan
د ايران په سيستان کې وچکاليانځور: IRNA

دويچه ويله: موږ د تودوښي له يوې څپې سره مخامخ يوو چې دا پر بزگرانو هم اغیزې کوي. دوی څرنگه پر دې برلاسي کيدلای شي؟

اليکس جانز: د بزگرانو له پاره وضعيت ډير ناوړه دی. کله چې یې يو دوريي فصل کرلې وي په ځانگړي توگه هغه وخت کله چې د محصولاتو د ترلاسه کولو دوره اوږده وي، لکه بيلا بیلې غلې. کله چې غنم يا جوار کرل شوي وي نو بې له ډيرو اوبو ور کولو سړی بل څه کولای نه شي. خو آن دا کار يې هم د وچيدو مخه نه شي نيولای.

مهمه دا ده چې سړی ورته په ښه توگه سنبال وي او داسې تخم وکري چې مقاومت یې ډير وي. په ځانگړي توگه د فصل د خرابيدو خطر بايد وويشل شي معنا دا چي پر يوه فصل تکيه ونه شي، بلکې څو فصل وکرل شي او پر تنوع بايد تمرکز وشي، څو بزگران بيلا بيل فصلونه ولري او داسي نه چې د یوه فصل په خرابيدو زيات زيان ور ورسيږي.

دويچه ويله: آيا وچکالي په راتلونکو کلونو او يا لسیزو کې د خوراکي توکو د کمښت او يا قحطۍ سبب کيدلای شي او کومو سيمو ته ډير خطر متوجې دی؟

اليکس جانز: هو کاملاً، دا د قحطۍ باعث کيدلای شي. د ملگرو ملتونو د خوراک او کرهڼې ادارې د اټکلونو پر اساس دمگړۍ په ټوله نړۍ کې د کابو ۸۳۰ ميليونه انسانانو خوراک نه دی تضمين. دوی آن بې له دې ډول کمښتونو په کافي اندازه خوراک نه لري.

موږ پوهيږو چې په نړۍ کې تر هغه زيات خوراک توليديږي چې ټول انسانان ماړه کړي. خو موږ د خوراکي موادو د ويشلو په برخه کې ستونزې لرو او کابو يو پر دريمه برخه خوراک ضايع کيږي. معنا دا چې ډير خنډونه لرو چې له منځه بايد يوړل شي خو واضح ده چې د توليد کمښت به یې تر ټولو ستر علت وي.

موږ همدا راز د خوراکي توکو د کيفيت د خرابوالي شاهدان هم يوو. د اقليم بدلون، په هوا کې د کاربن دايي اکسايد بدلون د خوراکي توکو پر اجزاو اغيز لري. ځينې غلې لس سلنه لږ پروتين لري او منرالونه او ويتامنونه یې هم کم شوي دي. له دې امله خبره يوازې د خوراک د کميت نه ده، بلکې د همدې خوراک کيفيت هم ډير مهم دی.

دويچه ويله: آیا وچکالي  به هم  بزگرانو ته لکه يوه عادي چاره وگرځي؟

اليکس جانز: په خواشينۍ سره هو! بدلون او اوښتون تل په يوه نوي عادي حالت بدل شوی. په يوه کال کې ډير زيات اورښتونه او په بل کې وچکالي او بيا بل کال سخت ساړه او بيا په بل کال کې چې موسم بيخي نورمال وي. دا يوه ستره ستونزه ده. که موږ چيري ثابت تمايل درلودلای او که يا په دې پوهيدلی چې د تودوخې درجه به تر دوو درجو لوړيږي او بيا به پر ځای پاتيږي نو کولای مو شول يوه چاره یې وکړو، ځکه د دوو درجو غم خوړل کيدلای شي.

Trockenheit und Dürre in Deutschland
په آلمان کې سږکال وچکالۍ سخت زيان اړولیانځور: picture-alliance/dpa/M. Skolimowska

زموږ ستونزه مسلسل بدلون دی. شديد موسمونه، گرد بادونه، اورښتونه، ژلۍ او په اگست میاشت کې په شمالي اروپا کې سخته گرمي. هغه څه چې وړاندوينه یې نه کيږي، ډير سخت وي او له بده مرغه موږ له همداسې ناڅاپي بدلونو سره مخامخ يوو.

دويچه ويله: حل لارې يې موجودې دي خو ولې یې نه شو عملي کولای؟

اليکس جانز: حل لارې ډيري گراني دي او بزگران لا دمخه يوازي د يو څه منافع د په لاسه راوړلو له پاره سرگردانه دي. او بيا په داسې يوه کال کې چې دوی ښايي د وچکالۍ له کبله هغه لږه گټه هم په لاس را نه وړي، ورته وويل شي چې: «موږ غواړو چې تاسې د کرکيلې له پاره زياته پانگونه وکړئ او يا ښه اوزار کرايه کړئ نو دوی به وايي چې «تاسې ليوني شوي ياست، موږ خو لا تر مخه پوروړي يوو.»

بايد د ستونزې د حل له پاره  گډه اراده ولرو او دا اطمنان ترلاسه کړو چې له ټولو سره يو شان مرسته وشي که چيرې په آلمان کې يو بزگر کومک ترلاسه کوي او په گاونډي هیواد که نه نو دا به سمه نه وي.

دويچه ويله: آیا د اقليم په اړه د پاريس په تړون کې د زراعت برخه شامله ده؟

له بده مرغه نه، د پاريس په تړون کې د کرهڼي يادونه نه ده شوې. خو تر دغي غونډي وروسته پرمختگ شوی دی. د اقليم په هکله په کوپ ۲۲ غونډه کې د مراکش همکارۍ تر نامه ستر بحث کې د زارعت د برخې د يوې مولفې په رامنځته کولو توافق وشو.  او تيرکال په بون کې په کوپ ۲۳ غونډه کې د the Koronivia Joint Work on Agriculture  په نامه يو توافق وشو چې له مخې به یې د ملگرو ملتونو د اقليم د غونډې ټول گډونوال د دوو کالو له پاره د زراعت پر پنځوو برخو کار وکړي او داسې معيارونه به وټاکي چې د پاريس په تړون کې د رزاعت په تړاو ور اضافه کړل شي.

Sonya Diehn (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: