1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر چین باندې د اویغوریانو د ځپلو له کبله نیوکې سوي

۱۳۹۸ آبان ۸, چهارشنبه

آلمان او د نړۍ یو شمیر نورو هیوادونو پر چین باندې د اویغور مسلمانې لږکۍ د ځپلو له کبله نیوکه کړي دي. دې هیوادونو په دې اړه ملګرو ملتونو ته په ګډه یوه اعلامیه وړاندې کړې ده.

https://p.dw.com/p/3SAqR
China und die Uiguren
انځور: picture-alliance/dpa/D. Azubel

د آلمان، امریکا متحده ایالاتو، بریتانیې او شلو نوروهیوادونو په یوې گډې اعلامیې کي چي د سه شنبې په ورځ په نیویارک کي ملگرو ملتو ته وړاندې سوه راغلي دي چي »د چین حکومت دې د اویغور لږکۍ او په نورو مسلمانانو ډولو پوری تړلي کسانو له په خپل سر نیونو څخه لاس واخلي.»

د آلمان خبري آژانس هم دغه ګډه اعلامیه ترلاسه کړې ده چي په کې راغلي دي چي چین باید د بشري حقونو او مذهب د آزادي د درناوي په برخه کي خپل ملي او نړیوال مکلفیتونه په نظر کي ونیسي.

په ملگرو ملتو کي د آلمان سفیر کرستوف هویزگین، په دې اړه له پیکنگ څخه غوښتي چی په ملگرو ملتو کي د بشري حقونو کمیسارې میشل باچیلیت، ته دې پرته له کوم خنډه اجازه ورکړي چي په دې هیواد کي له هغو ځایونو څخه لیدنه وکړي چې اویغور مسلمانان په کي ساتل کیږي.

China und die Uiguren
انځور: picture-alliance/dpa/O. Weiken

له بشري حقونو د څار سازمان په حواله د چین په لویدیځ شینگیانگ کی یو میلیون انسانان د بیا روزنې په کمپونو کي دي چي زیاتره یې اویغور مسلمانان دي. دغه کسان له ایتنیکي لحاظه له ترکانو سره تړلي دي او ځانونه د »هان« قوم له خوا چي په واک کي دی، تر فشار لاندې بولي.

په ۱۹۴۹ کال کي په پیکنگ کي د کمونیستان له خوا د واک تر نیول کیدو وروسته، د پخواني ترکستان ختیځه برخه له چین سره یوځای شوه. د پیکنگ حکومت پر اویغوري ډلو د بیلتون غوښتنې او ترهگرۍ تورونه لگوي.

د ۲۳ هیوادونو له خوا دغه گډه اعلامیه د سه شنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د کمیټې پر وړاندې ولوستل سوه. په دې ورځ د دې کمیټې د غونډی موضوع د نژادونو پر وړاندې د تعصب د له منځه وړلو په هکله وه. د دیپلوماټانو په حواله آلمان، امریکا متحده ایالاتو او بریتانیې سره په گډه دغه اعلامیه لیکلې ده. فرانسه، اتریش، بلجیم، دنمارک، سویدن، ناروې، کاناډا، آسترالیا او نیوزیلنډ هم د اعلامیې په لاسلیکوونکو کي شامل دي.

G.P/M.J/dpa