1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پر ټویټر د طالب او امریکايي ځواکونو د ویاند ترمنځ لفظي شخړه

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۴, یکشنبه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پیښو زور اخیستی ، د طالبانو او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو استازو په یوه بې ساري شکل د ټویټر شبکې له لارې د افغانستان د سولې د پروسې په هکله لفظي شخړې کړې دي.

https://p.dw.com/p/3bhwI
Symbolbild | Twitter
انځور: imago-images/imagebroker/T. Jeager

د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د اوږدو او جنجالي مذاکراتو په پایله کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د تړون تر لاسلیک وروسته، دواړو لورو ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د تاوتریخوالي کچه را کموي او طالبان به له افغان حکومت سره مستقیمې خبري پیل کوي. د دغو ژمنو باوجود اوس په افغانستان کې بریدونو زور اخیستی دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لیګیټ د شنبې په ورځ د ټویټر له لاري طالبانو ته په خطاب کې لیکلي وو چې امریکايي ځواکونه غواړي چې [په افغانستان] کې د سولې پروسه پرمخ ولاړه شي او زیاته کړې یې وه چې که چیرته [طالبان] په خپلو بریدونو کې زیاتوالی راولي، نو امریکايي ځواکونه به یې هم ځواب ورکړي.

د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لیګیټ د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ته په خطاب کې لیکلي چې «بریدونه د نورو بریدونو سبب ګرځي، او مخنیوی د مخنیوي سبب ګرځي. که چیرته تاوتریخوالی نه شي کمیدلی، نو هو؛ بیا به ځواب موجود وي.»

تر دغه ټویټ وروسته، د ذبیح الله مجاهد په نوم د طالبانو ویاند د یاد ټویټ په ځواب کې ویلي چې د حل لار د دوحې د تړون په عملي کولو کې نغښتی ده. مجاهد په خپل پیغام کې د امریکايي ځواکونو د ویاند په ځواب کې لیکلي: «د بې اغیزه او پارونکو اعلامیو په خپرولو سره اوسني وضعیت ته زیان مه رسوئ. موږ خپلو ژمنو ته متعهد یو، [تاسې] خپل مسوولیتونه پوره کړئ.»

طالبان ادعا کوي چې امریکا متحده ایالاتو پر افغان حکومت د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو د آزادولو په برخه کې فشار نه دی راوړی. د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د یوه اساسي شرط په توګه د ۶۰۰۰ زندانیانو تبادله ده. افغان حکومت اړ دی چې د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان آزاد کړي او طالبان بیا اړ دي چې د حکومت ۱۰۰۰ تنه زندانیان له خپلو زندانونو آزاد کړي.

د امریکايي ځواکونو ویاند لیګيټ د ټویټري پیغام له لارې ویلي چې په ښارونو او د ائتلافي ځواکونو پر ضد د تاوتریخوالي په کچه کې کمښت راغلی دی خو پر افغان امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو د زیاتوالي پیښو ته په اشارې سره لیګلیټ لیکلي چې «لیکن موږ د ټولو لوریو له خوا د تاوتریخوالي پر ۸۰ سلنه کمښت خبرې کړې وې ترڅو د سولې خبرو ته زمینه برابره شي.»

د رویترز خبري آژانس له لوري د لیدل شویو اسنادو له مخې، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ تر توافق وروسته، طالبانو تر اوسه پورې په ټول افغانستان کې ۴۵۰۰ بریدونه کړي.