1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ټولنيزو رسنيو د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړه

۱۴۰۰ مرداد ۱, جمعه

په ټولنيزو رسنيو کي د افغانستان او پاکستان تر منځ يو د بل پر ضد ګوزارونو زور اخيستی دی. د امرالله صالح د يوه تويت په جواب کي د پاکستان مهمو سياستوالو هم غبرګون وښود.

https://p.dw.com/p/3xuiJ
Afghanistan | Pakistanischer Premierminister Imran Khan in Kabul
آرشيف انځور: اشرف غني او عمران په ۲۰۲۰ کال په کابل کيانځور: ARG

د پاکستان د ملي سلامتۍ سلاکار، ډاکټر معيد يوسف د افغانستان د ولسمشر د مرستيال امرالله صالح پر يوه تويت غبرګون ښودلی دی. يوسف د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای ۲۲) پر خپل تويتر ليکلي چي د افغانستان د لوړپوړو چارواکو «د احمقانه بياناتو» له کبله پخپله افغانستان »شرمول« کيږي. دغه پاکستاني امنيتي مشاور زياته کړې چي دغه لوړ پوړي افغان چارواکي په قصد سره غواړي چي د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکي زیانمني سي.

معيد يوسف په خپل تويت کي زياته کړې چي «په دا ډول څرګندونو سره هره ورځ افغانستان شرمول کيږي. افغانان بايد په دې ډاډه وي چي هر څوک د دغو غير جدي کسانو له شرارته ډکه اجندا ليدلای سي.»

يوسف په خپل بل تويت کي ليکلي: «بعضي زيان رسونکي کسان چي له بده مرغه زموږ پر افغان ورونو او خوېندو د لوړپوړو چارواکو په توګه مسلط دي، د هغوی ترخې او ناوړه څرګندونې په دوامداره توګه د دوو اړخيزو اړيکو د خرابېدو لامل ګرځي چي مقصد يې له خپلو ناکاميو څخه د خلکو توجه اړول دي.»
د پاکستان د قومي سلامتۍ يا ملي امنيت سلاکار، يوسف ويلي چي اسلام آباد به اجازه ور نه کړي چي د څو شرخوښونکو کسانو اغېز د پاکستان پر هغه ملاتړ ولويږي چي په افغانستان کي يې د امن او ټيکاو له پاره کوي. هغه زياته کړې چي «پاکستان مخ په وړاندي هم د افغانستان د لانجې د حل له پاره د جامع سياسي حل په مقصد خپلو همکاريو ته ژمن دی. په دې ترڅ کي د لومړي وزير عمران خان او د ولسمشر اشرف غني تر منځ په ملاقات کي هم پر دې همږغي موجوده وه.»

پر ټولنيزو رسنيو دغه جګړه څنګه پېل سوه؟

د افغانستان او پاکستان د لوړپوړو چارواکو تر منځ پر خواله رسنيو د توندو څرګندونو تبادله له هغه وروسته پېل سوه، چي امرالله صالح د يو انځور سره مل يو تويت وکړ. دغه انځور د بنګله دېش په جګړه کي د پاکستاني پوځ د مسؤل، جنرال امير عبدالله خان نيازي له خوا و هندي ځواکونو ته د تسليمۍ پر سند د لاسليک منظر ښودی. صالح دغه ټويټري پيغام د چهار شنبې په ورځ خپور کړ.

صالح په خپل دغه ټويټري پيغام کي ليکلي ول: «زموږ په تاريخ کي هيڅ داسي انځور نسته او نه به هم د دې وروسته وي. هو زه د سه شنبې په ورځ د يوې ثانيې د يوې کسري برخي له پاره لږ لړزېدلی وم، کله چي يو توغندی مو پر سر تېر سو او څو متره آخوا ولګېد.د پاکستان خوږو ټويټر بريدګرو، طالبان او ترهګري به د دغه انځور پرهار روغ نه کړي. نوري لاري يې ولټوئ.»

د پاکستان د اطلاعاتو وزير، فواد چوهدري لومړی پاکستانی حکومتي چارواکی ؤ چي د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستيال امرالله صالح پر ټويټري پيغام يې غبرګون وښود.

فواد چوهدري وويل چي افغانستان ستاسو (امرالله صالح) په شان دهوکه ورکوونکو نه، بلکي د زړه ورو افغانانو دی. هغه زياته کړې وه چي «ستا او ستا په شان بېرندوکو کسانو په افغانستان او سیمه کي د سولې سره هيڅ لېوالتيا نسته. کله چي وخت راغلی نو تاسو به تر ټولو تر مخه له خپل هيواد څخه تښتئ».

پر ټولنيزو رسنيو جګړه له زیات وخت راهيسي

امرالله صالح څو ورځي تر مخه په خپل يوه تويت کي هم ادعا کړې وه چي د پاکستان هوايي ځواک د افغانستان پوځ ته خبرداری ورکړی چي بايد د طالبانو پر ضد له اقداماتو لاس واخلي.

خو د پاکستان د بهرنيو چار وزير، شاه محمود قريشي دغه تورونه رد کړي ول.

افغانستان له هغه وروسته له پاکستان څخه خپل سفير او نور سفارتي همکاران له اسلام آباد څخه کابل ته وغوښتل، کله چي په پاکستان کي د افغانستان د سفير لور د څو ساعتونو له پاره اختطاف او شکنجه کړل سوه.

پاکستان د افغانستان پر دغه پرېکړه خواشيني ښودلې وه چي خپل سفير او ديپلوماتان يې له پاکستان څخه وايستل. د پاکستان د کورنيو چارو وزير، شيخ رشيد احمد د افغان سفير د لور اختطاف «يو سازش» بللی ؤ. هغه ويلي ول چي دغه پېغله نه وه اختطاف سوې، بلکي دا د هند د استخباراتي ادارې را يو او يوه نړيواله توطيه وه.

جاويد اختر، نوی ډلی/ا.ا./ن.ز.