1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ټاکنو بې باوري، د ولسمشریزو کمپاینونو میدان سوړ کړی

۱۳۹۸ مرداد ۱۱, جمعه

د افغانستان د ټاکنو څارونکي سازمانونه وایي چې د ټاکنو پر ترسره کیدو د نوماندانو بې باوري او پر پایلو یې بیا د خلکو بې باوري د دې لامل شوي دي چې د ټاکنیزو کمپاینونو میدان ډیر سوړ وي.

https://p.dw.com/p/3NFXa
Afghanistan Kabul - Wahl (Archivbild)
انځور: Imago/Xinhua/A. Massoud

که څه هم ټاکنیز کمپاینونه نزدې یوه اوونۍ مخکې پیل شول، خو تر اوسه پورې د اتلسو نوماندانو له ډلې څخه یوازې څلورو تنو یې کمپاینونه کړي دي. په دوې کې د ملي یووالي حکومت ولسمشر محمد اشرف غني، او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، هم شامل دي.

د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ اجرائیه مشر نعیم ایوب زاده، وایي چې که د ټاکنو فضا همداسې کمرنګه او سړه وي، نو د دې ګواښ شته چې ټاکنې دې هیڅ ترسره نه شي. هغه روښانوي چې که په دې وضعیت ټاکنې هم وشي نو د کړکیچ رامنځ ته کیدو امکان په کې ډیر دی.

هغه زیاتوي: «نړیواله ټولنه ډیر تمرکز پر سولې کوی. همدې موضوع د ټاکنو د ترسره کیدو په اړه د بې اعتمادۍ یو ډول فضا رامنځ ته کړې ده.»

دغه بنسټ په نزدې ورځو کې د راروانو ټاکنو په اړه یو رپوټ خپور کړی چې د جوړولو له پاره یې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۵۰۰۰ کسانو سره مرکې شوې دي. په دې رپوټ کې پر نوماندانو د خلکو د بې باورۍ، پر ټاکنو باندې د نوماندانو بې باوري او د ټاکنو پر پایلو د خلکو او پخپله د کاندیدانو بې باوري په شان مسایل شامل دي.

څارونکي بنسټونه وايي چې نړیواله ټولنه باید له ټاکنو سره خپله ژمنتیا عملي کړي.
څارونکي بنسټونه وايي چې نړیواله ټولنه باید له ټاکنو سره خپله ژمنتیا عملي کړي.انځور: Imago/Xinhua/A. Massoud

د دې بنسټ موندنې ښيي چې د پوښتل شويو کسانو له ډلې څخه ۶۰ سلنه یې په دې باور دي چې د نوماندانو له ډلې څخه یو یې هم نه شي کولی د افغانستان ولسمشرۍ ته یو مناسب نوماند وي.

ایوب زاده په دې اړه وویل: «که نړیواله ټولنه د افغانستان د ټاکنو د ترسره کولو له پاره خپله ژمنه عملي نه کړي، نو افغانستان به د دیموکراسۍ د ښخولو پر لوړ ولاړ شي.»

سوله که ټاکنې، کوم یوې یې لوړ اهمیت لري؟

د ټاکنو بل څارونکی سازمان د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنیاد یا فیفا، هم د ټاکنو په بهیر کې د لږې لیوالتیا شاهد دی. د دې بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید په نظر د نوماندانو او نړیوالې ټولنې کړه وړه داسې ښيي چې ټاکنې یا په جبري ډول او یا هم هیڅ نه ترسره کیږي.

د تیرو ټاکنو برخلاف دا ځل له ټاکنو سره د خلکو لیوالتیا کمه ده
د تیرو ټاکنو برخلاف دا ځل له ټاکنو سره د خلکو لیوالتیا کمه دهانځور: AP

رشید زیاته کړه: «نړیواله ټولنه د ټاکنو د ترسره کیدو پر وړاندې روښانه او قاطع چلن نه کوي. د هغوی کړه وړه ښيي چې د تیرو ټاکنو په پرتله یې ۱۸۰ درجې توپیر کړی دی.»

د نړیوالو له خوا د ټاکنو نه څارل کیدل

که څه هم په تیرو ټاکنو کې میاشتې مخکې نړیوال څارونکي افغانستان ته استول کیدل، خو دا ځل لا تر اوسه پورې دغه ډول اقدام هيڅ نه دی شوی.

فیفا وایي چې که څه هم اوس ولسمشریزو ټاکنو ته تر دوو میاشتو لږ موده پاته ده، خو تر اوسه پورې یوه هیواد هم د دې بهیر له څارنې سره لیوالتیا نه ده ښوولې. رشید وویل: «د نړیوالې ټولنې له خوا تر اوسه پورې د ټاکنو او د انتخاباتو د څارنې له پاره هیڅ یو پلان او برنامه شتون نه لري.»