1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر نورو باندي د کرونا بحران د ملامتي وراچولو خبرداری»

۱۳۹۸ اسفند ۲۹, پنجشنبه

د کرونا بحران عامه ژوند د توقف سره مخامخ کړی او ډیر انسانان په بیره کي دي. په دغسي یوه حالت کي امریکايي هنرمند، کمیل ناجیاني پرنورو باندي د کرونا د ملامتۍ د وراچولو څخه خبرداری ورکړی او غوښتي چي اصلي مشکل ته تمرکز وسي.

https://p.dw.com/p/3Zj35
USA Oscar-Verleihung 2018 | Best Production Design The Shape of Water
انځور: Reuters/L. Jackson

دغه ۴۲ کلن پاکستاني الاصله امریکايي هنرمنداو کومیډین، چي تر ټولو دمخه د «سیلیکون والي- Silicon Valley»کمیډي سریال په سلسله کي مشهوره سو، د کرونا بحران ته په کتو سره یې د تعقل او احتیاط غوښتنه کړې ده.

د هغه په خبره، پر ځای د دې چي پر چین باندي د دغه ویروس د وراچولو مسؤلیت واچول سي، باید د مشکل حلولوته توجه وسي. هغه په خپل تویت کي ولیکل،«لطفأ قصدأ دې ته سازماندهي مه ورکوی، چي د کرونا ویروس ملامتي پر چین باندي ورواچوی.«

USA Comedy Star of the Year - Kumail Nanjiani
انځور: Getty Images/AFP/A. Weiss

ناجیاني همدارنگه وویل: «سړی باید پر دې باندي تمرکز وکړي، چي د امریکا په صحي سیسټم کي ښه والی رامنځته او عامو خلگو ته د ویروس د ټیسټونو زمینه برابره سي.«