1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پر معروف ولسوالۍ په بريد کي د پوليسو په گډون ۱۹ کسان وژل سوي

۱۳۹۸ تیر ۹, یکشنبه

د کندهار پر معروف ولسوالۍ د طالبانو په يرغل کي ۱۹ کسان وژل سوي دي. دغه ولسوالي د پاکستان پولي ته څرمه پرته ده. د ټاکنو کمېسيون ويلي دي چي په وژل سوو کسانو کي د دوی اته کارکوونکي هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/3LLrw
Zum Thema - hohe Verluste afghanischer Sicherheitskräfte alarmieren die Nato
انځور: Getty Images/Afp/Rahmatullah Alizada

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي دويچه ويله ته وويل چي د شنبې په ناوخته ماښام وسله والو طالبانو د معرف ولسوالۍ پر ودانۍ لومړی څلورو ځانمرگو يرغل کړی چي وروسته وسله واله جگړه پيل سوه.

د هغه په خبره په دې اوږده جگړه کي چي څو ساعته يې دوام کړی دی، ۱۱ پوليس او د څلورو ځانمرگو په گډون ۲۱ وسله وال طالبان وژل سوي دي. هغه زياته کړه چي ۲۷ پوليس ټپيان سوي هم دي.

د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمیسون مسئول محمد هاشم دراني بيا دویچه ویله ته وویل، چي د دوی ۸ کارکوونکي چي په دې ولسوالۍ کي يې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو له پاره د خلکو تقويتي نومليکنه کول، هم وژل سوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري يوسف احمدي بيا رسنيو ته په لېږل سوې خبرپاڼه کي ادعا کړې ده چي د معروف ولسوالۍ مرکز يې نيولی دی او هلته يې مېشت ۵۷پوليس وژلي او ۱۱ يې ژوندي نيولي دي. خو د کندهار امنيتي چارواکو د طالبانو دغه ادعا چي ولسوالي يې نيولې ده او دومره ډير پوليس يې وژلي دي، رد کړې ده.

تر دې مخکي د کندهار د والي ویاند ويلي ول چي يادي ولسوالۍ ته يې د څېړني ډله لېږلې ده، څو پيښه وڅېړي او وروسته به يې جزئيات له رسنيو سره شريک کړي.

بله خوا بیا تیره شپه د کندهار په دوو نورو ولسواليو ژړۍ او پنجوايي کي پر ځينو امنیتي پوستو هم وسله والو بریدونه کړي دي، چي د امنیتي مسئولینو په خبره تر شپږو زیاتو پولیسو ته پکښې مرګ ژوبله اوښتې ده.

محمد ابراهيم سپېڅلي