1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر غزې د اسرائیلو غچ اخیستونکي بریدونه

۱۳۹۸ آبان ۱۱, شنبه

د فلسطيني سرچينو په حواله د غزې په تړانګه کې د اسرائیل د هوایي بریدونو په پایله کې یو فلسطينې ځوان وژل شوی. خو اسرائیلي پوځ بیا وایي چې په دغو بریدونو کې یوازې د حماس ډلې سنګرونه په نښه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3SNC2
Israel Gazastreifen Raketenangriffe
انځور: Reuters/B. Talib

په غزې کې د روغتیایي مسئولینونو په حواله د جمعې په ماښام(د نومبر میاشتې لومړۍ نیټه) د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ اسرائیلي پوځ ویلي دي چې دغه بریدونه د اسرائیلو پر خاورې د فلسطينیانو د توغندیزو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي چې یوازې د حماس مرکزونه په کې په نښه شوي دي.

د جمعې په ماښام د غزې له تړانګې څخه د اسرائیلو د سویل پر لور یو توغندی توغول شوی وو چې په سدیروت ښار کې په یو کور لګیدلی دی. په دې پيښه کې چا ته زیان نه دی رسیدلی.

د اسرائیلي پوځ په خبره فلسطيني ملیشه و له غزې تړانګې څخه ۱۰ توغندي د اسرائیلو پر لور توغولي وو چې ۸ یي د توغندیو د دفاعي سیستم په وسیله خنثی شوي دي. پوځ زیاته کړې ده چې په غزې تړانګه کې یي د سمندري ځواکونو یوه دستګاه، د توغندیو ضد یوه دستګاه او د وسلې جوړولو یوه کارخانه په نښه کړې ده.

تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د اسرائیلو په خاوره کې د توغندیز برید مسئولیت نه دی منلی. دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل د حماس اسلامي ډله د هغو بریدونو مسئول ګني چې د غزې په تړانګه کې رامنځته کیږي.

د حماس فلسطيني سازمان چې د غزې د تړانکې کنترول په خپل لاس کې لري، د اسرائیل، امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیي له خوا یو ترهګریز سازمان بلل کیږي.

حماس په ۲۰۰۷ م کال کې له تاوتریخوالي ډکو بریدونو سره وکولی شول د غزې د تړانکې کنترول په خپل لاس کې ونیسي.  دې سازمان د اسرائیلو ختمول خپل هدف ټاکلی دی.
VF/SN/AWA