1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر غزني ښار باندې د طالبانو د بیا ځلي برید په اړه اندیښنې

۱۳۹۷ شهریور ۲, جمعه

د غزني د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري، له دویچه ویله سره په خبرو کې ګواښ وکړ چې که غزني ته په کافي اندازه اضافي سرتیري وا نه ستول شي او تصفیه وي عملیات ترسره نه شي، نو دغه ښار به یو ځل بیا له یوه ناورین سره مخامخ شي.

https://p.dw.com/p/33hfL
Afghanistan Symbolbild Checkpoint
انځور: imago/Xinhua

د غزني د ولایتي شورا غړی نصير احمد فقيري وایي چې طالبان د غزني د ولایت مقام په درې یا څلور کیلومتري کې ځای پر ځای شوي دي، او اوس هم د شپې له خوا نښتې کیږي. د هغه په خبره یاغیانو د دې ولایت بریښنا هم قطعه کړې ده او طالبان د یوه فرصت په لټه کې دي چې بیا پر غزني ښار باندې برید وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني ولایت یو شمیر اوسیدونکي هم د دې ښار د وضعیت په اړه اندیښمن دي.

د غزني ښار د کابل له پاره لوړ ستراتیژیک ارزښت لري. له همدې ښاره د کابل-کندهار لویه لار تیره شوې ده. طالبان له کلونو راهیسې په غزني ولایت کې پیاوړی حضور لري خو دغه ډله تیره اوونۍ وتوانیده چې د دې ولایت مرکز ته داخل شي او د څو ورخو له پاره په همدې ځای کې له افغان امنیتي ځواکونو سره وجنګیږي.

د غزني د ولایتي شورا غړی وایي چې که څه هم افغان ځواکونه توانیدلي دي چې طالبان اوس له ښاره بهر کړي، خو بیا هم د دې خطر موجود دی چې یاغیان له افغان ځواکونو څخه د نیولو پوځي تجهیزاتو له کارولو سره پر ښار تازه برید وکړي.

فقیري له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «په خواشینی سره په وروستیو شپو ورځو کې یو ځل بیا د دښمن تحرکات ډیر شوي او د غزني ښار په ډیرو څنډو کې نښتې پیل شوې دي. که څه هم له مرکز څخه اضافي ځواکونه رسیدلي او تدابیر یې نیولې دي، خو بیا هم تیره شپه د غزني ښار په ځینو سیمو کې نښتې روانې وې او د کابل وارداتي بریښنا یې قطعه کړه. که جدي تدابیر و نه نیول شي، نو غزني به بیا له کړکیچ سره مخامخ شي.»

د غزني د ښار یوه اوسیدونکي هم دویچه ویله ته وویل چې خلک اوس په ښار کې په ویره کې ژوند کوي او داسې آوازې اوري چې طالبان غواړي یو ځل بیا پر دې ښار باندې برید وکړي. له غزني ښار څخه یاسان یاسان، دویچه ویله ته وویل: «طالبان د غزني د ښار له دننه څخه کلیو او ولسوالیو ته تللي دي او له هغه ځایه یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د شپې له خوا د ډزو او چاودنو غږونه اوریدل کیږي. خلک له ښاره د تیښتې په حال کې دي. داسې آوازې چې طالبان به یو ځل بیا ښار ونیسي، ډیرې شوې دي. موږ هم ډیر غږونه اورو. خلک ډاریږي او د وضعیت په اړه اندیښنه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې  غزني ته یې کافي سرتیري استولي او ژر به له طالبانو څخه د دې ولایت د ولسوالیو د پاکولو په موخه عملیات په لاره واچول شي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید، دویچه ویله ته وویل: «په غزني کې زموږ پوره ځواکونه موجود دي او د غزني ښار پاک شوی دی. له ښاره د بهر سیمو او ولسوالیو د پاکولو له پاره هم تصفیه وي عملیات پلانیږي او په نزدې راتلونکو ورځو کې به په ولسوالیو کې عملیات پیل شي.»

پر غزني ښار باندې د طالبانو په برید کې تر سلو زیات امنیتي ځواکونه ووژل شول. ملګرو ملتونو ویلي دي چې په دې جګړه کې د ۲۰۰ او ۲۵۰ تنو تر منځ ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ش.ا. / م. ج.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (14.04.2013):