1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهد فلسطین سیمه

پر رفح د اسرائیل د برید په اړه د امنیت شورا بیړنۍ غونډه

۱۴۰۳ خرداد ۸, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا پر رفح د اسرائیل د هوایي برید په اړه بیړنۍ غونده کوي. پر رفح د اسرائیلو په هوایي برید کې لسګونه کسان وژل شوي. د اسرائیل لومړي وزیر دغه برید یوه «خواشینې کوونکې» تیروتنه بللې ده.

https://p.dw.com/p/4gMzI
UN Sicherheitsrat zu Gaza
انځور: DAVID DEE DELGADO/REUTERS

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر رفح د اسرائیل د هوایي برید په ارتباط د سه شنبې په ورځ (د می میاشتې ۲۸ نیټه)  بیړنۍ غونډه کوي. دغه غونډه به د الجزایر په غوښتنه او سلوانيا په ملاتړ دایره شي. د امنیت شورا دیپلوماتیکو سرچینو ویلي دي چې دغه غونډه به د سه شنبې ورځې تر غرمې وروسته وشي.

د فلسطينيانو د چارواکو د رپوټ په حواله د اسرائیل هوایي ځواکونو د یکشنبې په ماښام د رفح په شمال لویدیځ کې د مهاجرو پر یوه کمپ چې د آنروا (له فلسطینیانو سره د ملګرو ملتونو د مرستې دفتر) له خوا اداره کیده، هوایي برید وکړ.

په غزې تړانګه کې د روغتیا اداره چې د حماس ترهګرې ډلې له خوا اداره کیږي وایي چې ۴۵ تنه چې اکثریت یې ښځې او ماشومان ول په دې برید کې وژل شوي او لسګونو نور ټپیان دي.

پر رفح د برید په اړه د ګوتېرش غبرګون

پر رفح د اسرائیل هوایي برید له شدید نړیوال غبرګون سره مخامخ شوی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په خپل ایکس شبکه کې لیکلي دي چې هغه «د اسرائیل اقدام، چې د ډیر شمیر بې ګناه ملکي کسانو د مړېنې سبب شوی دی، کوم چې په دې خونړۍ شخړه کې یوازې د سرپناه په لټه کې ول» غندي.

ګوتیرش په خپل پيغام کې ټینګار کړی دی چې په غزه کې هیڅ امن ځای شتون نه لري او «دغه وحشت باید ودرول شي».

د امریکا متحده ایالاتو د امنیت شورا ویاند وویل: «اسرائیل حق لري چې د حماس پر وړاندې اقدام وکړي او مونږ پوهیږو چې په دې برید کې د حماس دوه تنه لوړپوړي ترهګر چې پر اسرائیلي ملکي وګړو د برید مسئول ول، وژل شوي دي.»

په ورته وخت کې د بایډن د حکومت دغه چارواکي وویل: «اسرائیل باید هر هغه کار چې د ملکي خلکو د خونديتوب له پاره یې کولی شي، ترسره کړي.»

پر «خواشینونکي تیروتنې» د نتانیاهو اعتراف

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، وویل چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر د ټولو هڅو سربیره «خواشينې کونکې تیروتنه» شوی ده او دغه پيښه تر ارزونې لاندې ده.

نتانیاهو په عین وخت کې ټینګار وکړ چې تسلیم به نه شي او تر هغه وخته پورې چې د جګړې ټول اهداف نه وي ترلاسه شوې، د غزې جګړه به پای ته ونه رسوي.

تر یوه میلیون ډیرو فلسطینیانو د خپل ژوند ژغورنې په موخه د غزې په سویل کې د رفح سیمې ته پناه وړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص