1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پر درمسال په برید کې ۲۵ ملکیان وژل شوي

۱۳۹۹ فروردین ۶, چهارشنبه

د کابل په زړه کې د سکانو پر درمسال باندې په برید کې ۲۵ ملکیان وژل شوي دي. برید د یوه ترهګر په وژل کیدو سره پای ته رسیدلی او د داعش ترهګرې ډلې د دغه برید مسئولیت منلی دی.

https://p.dw.com/p/3a0wj
Afghanistan Kabul Angriff auf Sikh-Tempel
انځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین، د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې «د کابل نننۍ تروریستي حمله د یوه تروریست په وژلو سره پای ته ورسیده.»

د هغه په خبره د ښځو، ماشومانو او نارینه وو په ګډون ۸۰ کسان، ځانګړو ځواکونو ژغورلي دي چې په درمسال کې بند پاتې ول.

د ټویټر په پيغام کې راغلي دي: «په تأسف سره په یاده تروریستي حمله کې ۲۵ ملکیان وژل شوي او اته کسان نور ټپیان شوي دي.»

اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې کله چې ځانګړو افغان امنیتي ځواکونو دغه ودانۍ تصفیه کوله نو وسله وال کس څو ساعته ډیر کسان هلته برمته نیولي ول.

زیاته شوې ده چې له افغان ځواکونو سره د نړیوالو ځواکونو ملاتړ هم وو. ویل شوي دي چې په وژل شوو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی. د داعش ډلې د دغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

تر دې دمخه په پارلمان کې د سکانو استازي نریندرا سینګ خالصه، ویلي ول چې له درمسال څخه ورته عبادت کوونکو د برید په هکله خبر ورکړی وو او د مرستې له پاره هلته ورغلی وو. د هغه په خبره د یرغل پر مهال په ګوردواره کې شا او خوا ۱۵۰ عبادت کوونکي ول.

موهن سینګ چې د برید پر مهال په درمسال کې وو او اوس په روغتون کې بستر دی ویلي دي چې لومړی یې د ډزو اوازونه واوریدل او تر هغې وروسته تر یوه میز لاندې شو. وروسته یې د چاودنو غږونه واوریدل چې د هغه په باور لاسي بمونه ول. د چت د ځینو برخو د رالویدو له کبله هغه ټپي شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپرو شوو انځورونو کې لیدل کیږي چې ډیر ماشومان له درمسال څخه راایستل کیږي چې ځینو یې ژړل.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.