حکومت وایې چې پر ایران اقتصادي بندېزونه افغانستان هم اغېزمن کولی شي. افغانستان له پاره ترټولو ستر ګواښ د چاه بهار بندر دی چې افغان حکومت پرې له اقتصادي او سوداګریز اړخه خورا ډېر حساب کوي. بل لور ته د چارو شنونکي وایې چې پر ایران اقتصادي بندېزونه به تر نورو ډېر افغانستان زیانمن کړي.