1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر انتخابي حکومت ټینګار، ولسمشر غني له څه ویریږي؟

۱۳۹۹ دی ۲۰, شنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپله تازه مرکه کې ویلي چې یواځې انتخابي حکومت ته به واک سپاري. ولسمشر غني له څه اندېښمن دی؟

https://p.dw.com/p/3niwT
Afghanistan Kabul | Sitzung: Ashraf Ghani
انځور: Official Page for the President of The Islamic Republic of Afghanistan

د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني له سی این این تلویزون سره په مرکه کې هغه سوله د قبر سوله بللې چې د ده په ټکو په هغې کې شاتګ وي. هغه ویلي بنسټیزه موخه دا ده چې واک به هغه چاته سپاري چې د خلکو په خوښه او د ټاکنو په پایله کې راشي: «دا یو اړین کار دی او له همدې لارې کولای شو، د خپلو عامو وګړو، فعالانو او نورو قربانیو ته درنښت وکړو.»

غني سره له دې چې د سولې مذاکراتو د دویم پړاؤ، له پيل څخه هرکلی کوي خو ټینګار یې دا دی چې دا ټول بهیر باید د حکومت او افغانانو په مشرۍ او مالکیت پرمخ ولاړ شي. د بهرنیانو پوځي شتون ته په اشارې سره ده وویل، چې په دې اړه به د افغانستان او امریکا د ګډو ګټو پر بنسټ پریکړه کیږي.

ولسمشر غني له څه ویریږي؟

د ولسمشر غني دغو څرګندونو چې یوه انتخابي حکومت ته دواک پر ورسپارلو ټینګار کوي کتونکي له بیلابیلو زاویو ګوري. د نړېوالو اړیکو شنونکي نصرت الله حقپال دویچه ویله ته وویل، غني له خپلې سیاسي راتلونکې په اندېښنه کې دی:«غني ډاډه شوی چې د امریکا متحده ایالات به بین الافغاني خبرې یو سرته رسوي او یو پایله به لري چې د هغې په ترڅ کې به اوسنی نظام په اوسني ماهیت نه وي او دا به بدلون مومي، حکومت به بدلون مومي چې له شک پرته د حکومت په راس کې ولسمشر غني دی.»

د ښاغلي حقپال په خبره چې ولسمشر غني حتی د امریکایانو او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له لارې طالبانو ته دا پيغام هم ورکړی ؤ، چې لږ تر لږه د موقتي ادارې په مشرۍ کې یې ومني، خو طالبانو دا وړاندیز رد کړی دی. دی زیاتوي:«ولسمشر غني له خپلې نامعلومي سیاسي ایندې څخه په اندېښنه کې دی، ماته به څه رسیږي؟ او زما سهم به څه وي؟ نو ځکه دی د یو لوی هدف پروړاندې مزاحمت جوړوي.»

دغه کارپوه زیاتوي چې د سولې بهیر پروړاندې به نوموړی مقاومت ونه شي کړای خو له نړېوالو د امتیاز اخېستو په هڅه کې دی.

د اوسني حکومت دوام او که سوله

هاخوا د چارو یو بل کتونکي غلام جیلاني ځواک دویچه ویله ته وویل، اوس افغانستان لپاره دوهم مهم غوراوي په میز پراته دي، یا د اوسني حکومت دوام چې د ولسمشر غني غوښتنه ده او یا هم د سولې بهیر چې ټول یې غواړي: «ولسمشر غني غواړي طالبان ورته تسلیم شي چې دا کار امکان نه لري.»

ښاغلی ځواک زیاتوي چې په دوحه کې باید توافق رامنځته شي او د هغه توافق پلې کېدو ته اړینه ده چې یو بې پرې جریان رامنځته شي: «عبوري حکومت، سرپرست، موقت حکومت او یا هم هر نوم چې ورکوې، خو توافق باید پلی شي، طالبان اوس د غني په حکومت بې باوره شوي ځکه که چېرې د بین الافغاني خبرو په پایله کې کوم توافق رامنځته شي د غني په مشرۍ دغه حکومت یې بیا د پلې کېدو توان نه لري.»

ځواک وايي، اوس په ملي او نړېواله کچه دغه ذهنیت رامنځته شوی چې د دغه حکومت د واک دوام د سولې په ګټه نه بلکې د سولې د تخریب هڅه ده، نو ځکه باید یوه دریمه لار ولټول شي.

خو حکومت او حکومت ته نیږدې کسانو تل ټینګار کړی چې د نظام ړنګول د تیرو ترخو تجربو تکرار دی. په ستراتیژیکو او عامه اړیکو کې د ولسمشر ستر سلاکار وحید عمر په همدې اړه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:«تر نظام جوړونې شل کاله وروسته، د موقت حکومت د ایجاد بحث په دې مانا دی چې تاسو خپل کانکریټي کور چې جوړولو او لاټینګولو ته اړتیا لري، له بنسټه ورانوی او پر ځمکه یې پلاستیکي خیمه دروی.»

ولسمشر غني او د هغه حکومتي ډله داسې مهال د واک پر انتخابي لېږدونې ټینګار کوي چې طالبانو ویلي د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه پریکړه به د دوحي په مذاکراتو کې کیږي.

اسماعیل شاکر – کابل