1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پخوانی پاپ، بینیډیک ۱۶ مړ سو

۱۴۰۱ دی ۱۰, شنبه

د کاتولیکي کلیسا پخوانی رهبر، پاپ بینیډیک ۱۶ نن سهار د ۹۵ کلنۍ په عمر باندي مړ سو.

https://p.dw.com/p/4Lb6D
Papst Benedikt
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

دغه خبر نن شنبه په روم کي د واتیکان کلیسا ویاند ورکړی او ویلي یې دي، چي نور جزییات به د ورځي په جریان کي خپاره سي. 
تر ۶۰۰ کلونو راوروسته بینیډیک  ۱۶لمړنی پاپ ؤ، چي  د ۲۰۱۳ م کال په فبرورۍ میاشت کي یې د یوه غیرمترقبه ګام په پورته کولو سره د صحي دلایلو پراساس د خپل مقام څخه استعفأ ورکړه. په دا اواخرو کي هغه تقریبأ په عامه محضر کي هیڅ نه راظاهریدی.