1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پخوانی طالب قوماندان د امریکایي پوځیانو په وژنې تورن شوی

۱۴۰۰ مهر ۱۶, جمعه

امریکا د طالبانو پخوانی قوماندان حاجي نجیب الله په ۲۰۰۸م کال کې د امریکایانو په وژنې تورن کړی دی. دغه څرګندونې پر افغانستان د امریکا د پوځي عملیاتو د پيلیدو د ۲۰ کلیزې په مناسب شوي دي.

https://p.dw.com/p/41QYz
Afghanistan US-Truppen
انځور: picture-alliance/Getty Images/T. Watkins

د امریکا د عدلیې وزارت له خوا د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د اکتوبر۷) په خپاره شوې یوه بیانیه کې ویلي شوي دي: «حاجي نجیب الله چې مخکې تر دې هم په ۲۰۰۸م کال کې د یوه امریکایي ژورنالیست په یرغمل نیولو تورن و، په همدې کال د امریکایي خدماتو پر غړو د بریدونو له کبله مجرم بلل کیږي. د دغو بریدونو په پایله کې ۳ امریکایي سرتیري او د هغو افغان ژباړونکی وژل شوي او یوه امریکایي چورلکه هم را غورځول شوې وه.»

د امریکایانو په وژنه کې د حاجي نجیب الله د مشارکت خبر پر افغانستان د امریکایانو د حملې د شلمې کلیزې په مناسبت خپریږي. امریکایانو د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر میاشتې پر ۷ نېټه پر افغانستان حمله کړې وه.

د تورونو تفصیلات

دغه بریدونه د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ پر امریکایي عسکرو شوي دي. نجیب الله د ۲۰۰۸م کال د جون پر ۲۶ نېټه د امریکایي پوځیانو پر یوه کاروان د برید له کبله مجرم پیژندل شوي دی. په دغه برید کې هغه مهال درې  امریکایي سرتیري ووژل شول. 

په یوه بله پيښه کې د ۲۰۰۸م کال په اکتوبر میاشت کې د طالبانو د دغه قوماندان په مشرۍ جنګیالیو یوه امریکایي چورلکه د «آر پي جي» په وسیله را نسکوره کړې وه. طالبانو ادعا کړې وه چې په دې برید کې په چورلکه کې ټول سپاره کسان وژل شوي دي. خو د امریکایي چارواکو په حواله په دغه برید کې هیڅ څوک نه و وژل شوي.

د طالبانو پر دغه پخواني قوماندان د ۲۰۰۸م کال په نومبر میاشت کې د یوه امریکایي ژورنالیست او له هغه سره د دوو افغانانو د تښتولو تور هم لګول شوی دی.

دغه دری تنه له سرحده پورې ایستل شوي او اووه میاشتې په پاکستان کې په قید کې ساتل شوي ول. د امریکا د عدلیې وزارت په بیانیه کې راغلي دي چې یرغمل نیونکو د دغه ژورنالیست میرمنې ته زنګ وهلی و او دغه ژورنالیست یې په زوره اړ کړی وو چې د خپل ژوند د ژغورل کیدو له پاره زارۍ کوي.

دولتي وکیل آیډری استراس ویلي دي: «په دغه تور کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې د جګړو په ډیر خطرناک دور کې حاجي نجیب الله د طالبانو د یوه خطرناکې افراطي ډلې مشري کوله، چې د افغانستان په ځنو سیمو کې یې وحشت پيدا کړ او پر امریکایي پوځیانو یې برید کړی دی.»

حاجي نجیب الله د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر میاشت کې په اوکراین کې نیول شوی او له هغه ځایه بیا امریکا ته استول شوی چې اوس هلته بندي دی. 

د افغانستان اوسنی وضعیت

افغانستان اوسمهال له یوه اقتصادي او انساني بحران سره مخامخ دی. وروسته له دې چې طالبانو د اګست په میاشت کې پر ټول افغانستان کنترول ترلاسه کړ، د دغه هیواد بهرنۍ پانګه کنګل کړای شوه او د پيسو له سخت کمښت سره مخامخ شو.

اوس طالبان په دې هڅه کې دي چې دغه کنګل کړای شوي پيسې آزاد کړای شي او له نړیوالو سره هم خپلې اړیکې بهتره کړي.

لویدیځ هیوادونه د بشري حقونو او د طالبانو په تیره دوره کې له ښځو سره د چلند له امله د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلو ته زړه نه ښه کوي. لویدیځ هیوادونه وایي چې له طالبانو سره اړیکي به له یو شمیر شرایطو پورې تړلې وي. په دې کې یو ټول شموله حکومت او د ښځو او اقلیتونو ته د هغوي د حقونو ورکول شامل دي.

اژانسونه: ش.ن/ ن.ز