1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانۍ کلدارو ديرش سلنه ازرښت له لاسه ورکړی

۱۳۹۸ مرداد ۲, چهارشنبه

په پاکستان کې يو کال تر مخه په عمومي ټاکنو کې تر بري وروسته د عمران په مشرتوب تحريک انصاف گوند د حکومت چارې سنبال کړې. له هغه وخت راهيسې د هېواد پولې واحد ديرش سلنه ارزښت له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3MfAD
Pakistan Währung Wechsel Dollar Rupien Geldscheine
انځور: picture-alliance/dpa/A.Gulfam

د فرانسې خبري آژانس په حواله د پاکستان د کريکټ د پخواني ستوري او برحاله لومړي وزير عمران خان په مشرتوب حکومت په هغه کار بريالی شوی نه دی چي د اقتصاد په برخه کې يې غوښتل وکړي. خو په ورته وخت کې، له يوې خوا حکومت د خپلو مالي او اقتصادي اهدافو په لاسته راوړلو کې پاتې راغلې، له بله اړخه بيا د ډېري گرانۍ او نورو عواملو له کبله عام خلک ډېر ناآرامه دي او ستونزې یې ورځ تر بلې زياتيږي.

«نوی پاکستان»

په پاکستان کې عمومي ټاکنې تېر کال د جولای پر ۲۵ نیټه ترسره شوې. تر دې ټاکنو د مخه تحريک انصاف گوند دا ژمنه کړې وه چې واک ته تر رسېدو وروسته به په اصطلاح يو «نوی پاکستان» رامنځته کوي. خو داسې هيڅ هم نه ترسترگو کيږي. بلکې برعکس حکومت په مالي برخه کې د ناانډولتوب له کبله د داسې يوه بحران ښکار شوی چې له کبله یې په سوونه ميليونه ډالر پور واخيستل شو.

د کلدارې په ازښت کې تقريباً يو پر دريمه کمښت

د فرانسې خبري آژانس ليکلي دي چې دمگړۍ پر ناکافي مالي وسايلو سربیره د پاکستان له پاره دا خبره هم د انديښنه وړ ده چې په تېر يوه کال کې د کلدارې په ارزښت کې کابو ۳۰ سلنه کمښت راغلی دی او د انفلاسيون کچه تقريباً ۹ سلنه ته رسېدلې ده.

د کراچۍ يوه اوسېدونکې شمع پروين چې دېرش کلنه ده، په سخته گرمۍ کې ډېر پياده مزل کوي څو ارزان بيه ترکاري ترلاسه کړي. هغې وويل: «آن د رومي بیه آسمان ته ختلې ده. زموږ له پاره خو ژوند ډېر مشکل شوی دی.»

د نفوس چټک زياتوالی هم يوه ستره ستونزه ده

د پاکستان يوه بله ستره ستونزه په ډيري چټکتيا سره د نفوس زياتوالی دی. خو د هېواد زیاتره برخه هغه ښځې دي چې کار نه کوي او يا ورته کار نه پېدا کيږي، او په دې توگه د هېواد د اقتصاد په پياوړي کولو کې ونډه نه شي اخيستی.

پر دې سربيره د مالیو د ورکړې فيصدي هم ډېره ټيټه ده. د دې ټولو پايله داده چې نړیوال وجهي صندوق په همدې تېرو ورځو کې پاکستان ته د لږ تر لږه ۶ ميليارده ډالرو پور منظور کړ. خو دا کار به د هېواد اقتصاد ته د منځنۍ او يا اوږدې مودې له پاره تکيه ور نه کړي.

د عمران خان حکومت تر اوسه د سعودي عربستان او چين څخه په میلياردو ډالر پور اخيستی دی، خو بیا هم هغه مشکلات چې د پاکستان اقتصاد ور سره لاس او گريوان دی، په داسې يوه څاه بدل شوي چې ډکول یې ممکن نه دي.

bs/nz (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: