1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانی مفتي: طالبان دې د نجونو ښوونځي پرانیزي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱, پنجشنبه

د پاکستان مشهور مفتي تقي عثماني د طالبانو مشر ملا هیبت الله ته د یوه لیک په استولو سره د نجونو د ښوونځو د پرانیستل کیدو غوښتنه کړې. خو آیا دا ډول غوښتنې به پر طالبانو اغیز وکړي؟

https://p.dw.com/p/4AEmR
Afghanistan I Höhere Schulbildung für Mädchen nur noch in Mazar-i-Sharif
انځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

د پاکستان د کراچۍ دارلعلوم مشر مفتي تقي عثماني، د طالبانو مشر ملاهیبت الله اخوند ته په لیک کې لیکلي چې روغتیايي او پوهنیزو مرکزونو کې د لوستو ښځو شتون خورا اړین دی. په لیک کې راغلي: «زما نظر دا دی چې په شرعي حدودو کې د نجونو د تعلیم له پاره د مناسبې زمینې برابرول خورا اړین دي.»

له بلې خوا بیا په نړېواله کچه هم پر طالبانو فشار راوړل کیږي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي. د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وست، د نجونو پر ښوونځیو د محدودیت د دوام له امله اندېښنه ښودلې. هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې په افغانستان کې د شته ننګونو په اړه یې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، سره ټیلفوني خبرې کړي. توماس وست لیکلي: «له طالبانو غواړو چې د نجونو د تعلیم په اړه د مذهبي او قومي مشرانو غوښتنو ته پاملرنه وکړي.»

دغه امریکايي ډيپلوماټ په افغانستان کې پر ښوونځیو وروستي برېدونه غندلي او هلته یې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې. د چارو یو شمېر کارپوهان د نجونو ښوونځیو په اړه پر طالبانو د کورنیو او بهرنیو فشارونو د ډېرېدو هرکلی کوي. د نړېوالو اړیکو شنونکي سرور جوادي، په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «د ښوونځي او پوهنې په اړه د طالبانو لیدلوري ته د بدلون ورکولو له پاره د اسلامي نړۍ د عالمانو یووالی او د هغوی فشار کیدای شي ډېر اغیزمن وي.»

د جوادي په خبره طالبان د نجونو د ښوونځیو له تړلو څخه سیاسي استفاده کوي او غواړي له دې لارې د نړیوالو له خوا د خپل په رسمیت پيژندلو له پاره لاره هواره کړي. د حقوقي او سیاسي چارو یوه بل شنونکي عبدالشکور دادرس، دویچه ویله ته وویل چې که څه هم طالبانو نه دي ویلي چې د نجونو ښوونځي به د تل له پاره تړلي وي خو آن د یو ساعت له پاره یې تړل ستونزې زېږولی شي. هغه زیاته کړه: «دا چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي اوس تړلي دي او نړېوال، دیني عالمان په وار وار د هغوی د پرانیستل کیدو غوښتنه کوي نو له شک پرته تاثیرات لري. نیکه تقاضا ده او مونږ هم په خپل نوبت د افغانستان له اسلامي امارت څخه تقاضا کوو چې دغه ګام ته لومړیتوب ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یو شمېر مدني بنسټونو یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي. د مدني بنسټونو په غونډه کې یوې ښوونکې نعیمه غني وویل چې د نجونو ښوونځیو د بند ساتلو په اړه دې ولس ته حقیقت وویل شي. دې خبرداری ورکړی چې د ښوونځیو د تړلو دوام به ناوړه پایلې له ځان سره ولري.