پاکستان ۸ تنه طالب مشران له بنده ازاد کړي دي
۱۳۹۱ آبان ۲۶, جمعهد سولي د عالي شورا يوه لوړپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د نوامبر۱۵) په اسلام اباد کي تر غونډي وروسته ويلي دي، چي په پاکستان کي د بندي طالبانو لومړۍ ډله د چهارشنبې په ورځ ازاده سوې ده.
هغه زياته کړې ده، چي دغه لړۍ به دوام وکړي او له ۱۵ څخه ۳۲ کسانو پوري به له پاکستاني زندانونو څخه ازاد سي.
په ازاد سوو کسانو کي د طالبانو د وخت د عدليې وزير نورالدين ترابي هم شامل دئ. ويل کيږي، چي ترابي د باميانو بتانو، چي ۱۵۰۰ کاله تاريخي قدامت ئې لاره په تخريبولو کي لاس لري.
پاکستاني او افغان لوړپوړو چارواکو اعلان کړی دئ، چي تر ۴۰ تنو طالب بنديان پوري به له پاکستاني زندانونو څخه ازاد سي او دا به په افغانستان کي د سولي پروسې د بريا پر لور لومړی ستر گام وي.
پاکستان ته تل په دې سترگه کتل کيږي، چي یوازي دی کولای سي وسله وال طالبان د خبرو اترو مېز ته حاضر کړي.
د امريکا متحده ايالات او متحدان ئې د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري په افغانستان کي د خپل ماموريت د ختمولو د پلان د عملي کولو له پاره په دې تلاښ کي دي، چي وسله وال طالبان د خبرو اترو مېز ته کښېنوي او په افغانستان کي سوله او ثبات ټينگ سي.
ويل کيږي چي په دې خبرو اترو کي د افغانستان د سولي د عالي شورا پلاوي تلاښ کاوه چي پاکستانی اړخ په دې قانع کړي چي ملا برادر له بنده ازاد کړي.
افغان چارواکي په دې باور دي، چي ملا برادر د سولي په پروسه کي مهم رول لوبولای سي. پاکستان ويلي دي، چي دوی به د ملا برادر د ازادولو په اړه فکر وکړي.
ملا عبدالغني برادر چي د طالبانو د مشر ملاعمر سره نژدې اړيکي لرلې په ۲۰۱۰ کال کي د پاکستان په کراچۍ ښار کي ونيول سو او تراوسه په دغه هيواد کي بندي دي.
ويل کېده چي ملا برادر تلاښ کاوه، چي د طالبانو مشران په افغانستان کي د سولي خبرو اترو ته وهڅوي.
Dapd/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم