پاکستان کي د سياستوالو د شخصي «لوڅو فلمونو» خپرولو ګواښونه
۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۷, شنبهعمران خان څو ورځي تر مخه وويل چي د هغه د شخصي ژوند پر ضد د بريدونو او کردار کُشۍ يا شخصيت وژني لپاره يوه بشپړه تګلاره عملي کيږي. د پاکستان د دغه پخواني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند د مشر د يادي وينا څخه لږ وخت وروسته د دغه ګوند پر رسمي ټويټر پاڼه يوه ويډيو شريکه کړل سوه. په دغه ويډيو کي ښودل سوي چي ګواکي د نوي ټيکنالوژۍ په مرسته په ويډيوګانو کي د اشخاصو اشکال او صورتونه بدلېدلای سي. په ټويټر کي د خپرې سوي ويډيو سره په مل متن کي د مسلم ليګ نواز ګوند د سياسي مشري مريم نواز په هکله تور لګول سوی چي ګواکي هغه د نورو «جعلي» کارونو تر څنګ اوس «جعلي ويډيوګاني» هم جوړوي.
په عيني وخت کي په سوشل ميډيا کي داسي انځورونه لاس پر لاس کيږي چي ګواکي د پخواني لومړي وزير عمران خان داسي شخصي او محرمي ويډيوګاني سته چي په پټه توګه له هغه څخه اخيستل سوي دي. په دې ترڅ کي د پاکستان تحريک انصاف ګوند پلويان پر دې ټينګار کوي چي دغه ويډيوګاني جعلي دي او مخالف اړخ بيا وايي چي دا ويډيوګانې اصلي دي. خو په دغه ټول بحث کي د کتونکو په آند پر دغه بنيادي ټکي په اړينه توګه بحث نه کيږي چي د سياسي اختلاف په ترڅ کي ولي بايد پر شخصياتو او شخصي محرمو اړخونو بريدونه وکړل سي؟
له دې څخه مخکي د پاکستان په اوسني ائتلافي حکومت کي د شريک مسلم ليګ نواز ګوند د يو مشر او د سند ايالت د پخواني ګورنر زبير احمد سره مربوطه يوه ويډيو هم خپره سوې وه.
د پاکستان يو مشهور تلويزيوني ژورنالست اقرا الحسن په يو ټويټ کي ليکلي دي: «که د عمران خان صاحب ممکنه ويډيو يو وخت خپره سوه، بېله فرق څخه چي هغه اصلي که جعلي ده، زه يې له اوس څخه لا ردوم. (د زبير عمر صاحب په موضوع کي مي همداسي کړي ول.) موږ ټول په شخصي ژوند کي ډېر ګنهګار يو. د مشرانو پر پرېکړو او پر عامه تګلاره بايد خبري وسي، نبايد چي څوک د خلکو د خوب خونو ته ننوځي.»
د پاکستان يو بل ژورنالست احمد نوراني په روان بحث کي پر اخلاقي اړخ په تبصره کي ليکلي دي: «يو پر بل د ويډيوګانو په مرسته د مرداريو پاشلو په دغه ناوړه کار کي بايد دا په ذهن کي وساتئ چي د يو شخص د تورن کولو لپاره د يو بل کس نه يوازي ژوند بلکه د ټولې کورنۍ ژوند يې ورخرابوئ. که د دغه ناوړه کار ته خامخا زړه ښه کوئ، نو حد اقل په ويډيو کي د هغه بل کس مخ خو پټ کړئ. »
يو شمير کتونکي دا پوښتنه هم مطرح کوي چي د «ډيپ فېک» په نوم ټيکنالوژۍ په مرسته جوړو کړل سوو ويډيوګانو په مرسته د مخالفينو ګواښل يا په انګرېزي اصطلاح بلېک ميلنګ د دموکراټيک جوړښتونو لپاره څومره خطرناک کار دی. د دغو کتونکو په آند د موضوع پر ياد خطرناک اړخ باندي د پاکستان په رسنيو او خواله رسنيو کي په کافي اندازه بحث نه کيږي.
آ.ږ.اردو/ا.ا./ن.ص.