1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

پاکستان: پولیسو پر دوو مسيحيانو د حملې په تړاو ۳۳ تنه نیولي

۱۴۰۳ خرداد ۷, دوشنبه

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ وويل چې د یو مسیحي سړي او د هغه پر زوی د حملې په تړاو ېې ۳۳ کسان نيولي دي. قهرېدلو خلکو د شنبې په ورځ اسلام دین ته د سپکاوي په تور پر دغو مسيحانو حمله کې هغوی وهلي ډبولي ول.

https://p.dw.com/p/4gJzH
د آرشیف انځور - د پاکستان پولیسو د دوشنبې په ورځ وويل چې د یو مسیحي سړي او د هغه پر زوی د حملې په تړاو ېې ۳۳ کسان نيولي دي
د آرشیف انځور - د پاکستان پولیسو د دوشنبې په ورځ وويل چې د یو مسیحي سړي او د هغه پر زوی د حملې په تړاو ېې ۳۳ کسان نيولي ديانځور: Yousuf Khan/AA/picture alliance

د پاکستان پولیس لوړپوړي افسر، اسد اعجاز ملهي، وويل چې ځايي خلکو د شنبې په ورځ د دوو مسیحي کسانو د کور مخې ته د مسلمانانو د مقدس کتاب، قرانکریم، سوځېدلې پاڼې لېدلې وې او تور ېې لګولی وو چې دغه کار د مسیحي سړي زوی کړی دی. د اعجاز ملهي، په خبره قهرجنو خلکو مسیحي سړی او د هغه زوی وهلي ډبولي او د پنجاب په سرګوډها ښار کې ېې د هغوی کور او د بوټونو جوړولو کارخانې ته اور اچولی دی.

پولیس او ځايي اوسیدونکي وايي چې د کور یوه برخه او کارخانه په بشپړه توګه سوځېدلې ده.

د ۲۰۲۳م کال په اګست کې قهرېدلو خلکو د پاکستان په جړانواله سیمه کې پر مسیحيانو حمله کې د هغوی کلیسا او کورونو ته اور اچولی وو
د ۲۰۲۳م کال په اګست کې قهرېدلو خلکو د پاکستان په جړانواله سیمه کې پر مسیحيانو حمله کې د هغوی کلیسا او کورونو ته اور اچولی ووانځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

اعجاز ملهي، وويل چې د پېښې په تړاو د پولیسو په عملیات کې لږ تر لږه ۳۳ کسان نيول شوي دي. هغه زیاته کړه، دوه ټپي شوي کسان ېې ژغورلي او روغتون ته ېې انتقال کړی چې د دواړو روغتیايي وضعیت ښه دی. 

په پاکستان کې دین ته سپکاوی یوه حساسه او پاروونکې موضوع ده چې له کبله ېې تر دې مخکې هم د عامو خلکو له خوا دا ډول تاوتریخجنو پېښې تکرار شوي دي. د دغه هېواد د اړوندو قوانینو پر اساس دین ته د سپکاوی فعل ته درنې سزاوې ټاکل شوي چې کېدای شي حتی عامل ېې پر اعدام محکوم شي.

د جمعې ورځې پېښې د ۲۰۲۳م کال په اګست کې د پنجاب ورته پېښه په یاد راولي. هغه وخت په زرونو قهرېدلو خلکو د پاکستان د یاد ایالت په جړانواله سیمه کې پر مسیحيانو حمله کې د هغوی کلیسا او کورونو ته اور اچولی وو. هغه مهال ځايي خلکو ويلي وو چې دوه کسان ېې ولېدل چې قرانکریم ته ېې سپکاوی کړی دی.

(AP)mks/bs

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (06.04.2017):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل