1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په زرونو احتجاج کوونکي د لومړي وزیر استعفا غواړي

۱۳۹۸ آبان ۹, پنجشنبه

د حکومت ضد په زرهاو احتجاج کوونکي د پاکستان د پلازمېنې پر لور د حرکت په حال کې دي او د عمران خان استعفأ غواړي. له دې سره پر عمران خان چې تر اوسه د پاکستان د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې ناکامه شوی، فشارونه ډير شوي.

https://p.dw.com/p/3SFsp
Pakistan Lahore Protest
انځور: DW/T. Shahzad

دغه احتجاجونه د پاکستان د مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن، له لورې تنظیم شوي دي. د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې فضل الرحمن وایي چې د عمران خان په مشرۍ حکومت بې صلاحیته او غیر مشروع دی او د تیر کال په ټاکنو کې د درغلیو پر مټ رامنځ ته شوی دی.

په داسې حال کې چې دغه مارش چې د «آزادۍ مارش» نوم ورکړل شوی دی له لاهور څخه د اسلام آباد پر لور پر لاره دی، د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر ۳۱مه) په پلازمېنه کې ښوونځي او ځینې دفترونه تړل شوي دي. په پام کې ده چې د ورځې په اوږدو کې دغه مارش اسلام آباد ته ورسیږي.

پولیسو د تالاشیو په پوستو کې خپل حضور پیاوړی کړی دی او د اسلام آباد په زړه کې یې د دولتي ادارو او دیپلوماتیکو نمایندګو پر لور غځیدلو سړکونو باندې موانع او کانتینرونه درولي دي.

فضل الرحمن په لاهور کې وویل چې دغه «غورځنګ به ونه دریږي، که چیرې اسلام آباد ته تر رسیدو وروسته زموږ غوښتنې و نه منل شي.»

فضل الرحمن ویلي: «موږ د لومړي وزیر استعفأ غواړو، ټول پارلمان تقلبي دی او موږ د هغې منحلیدل غواړو.»

عمران خان د تیر کال پارلماني ټاکنې د فساد د ختمولو، د منځنۍ طبقې له کورنیو سره د مرستې او د دغه هیواد د اقتصاد د بیا غوړیدو په ژمنې سره ګټلې وې. خو د دغه هیواد اقتصادي وضعیت لا هم خراب دی او پر نورو سربیره له ۲۰۱۷م کال راهیسې د ډالر پر وړاندې پاکستاني پولي واحد تر ۵۰ سلنه پورې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی او همداشان د توکو بیې لوړې شوي دي.

حکومت په جولای میاشت کې پریکړه وکړه چې د پيسو له نړیوال صندوق (آی ام اف) څخه شپږ میلیارده ډالر پور واخلي.

د رویټرز د رپوټ له مخې عمران خان د خپلو مخالفینو دا تورونه ردوي چې ښايي د پوځ له لوري یې ملاتړ کیږي، چې له اوږدې مودې راهیسې په سیاست کې د مداخلې سابقه لري. پوځ هم په ملکي سیاست کې د هر ډول لاس وهنې تورونه ردوي. د پاکستان د ټاکنو اداره هم د ۲۰۱۸م کال په پارلماني ټاکنو کې د درغلیو تورونه ردوي.

مولانا فضل الرحمن د پاکستان په مخکښو سیاستوالو کې شمیرل کیږي چې ګوند یې په ولسي جرګه او ایالتي پارلمانونو کې ائتلافونه لري. د هغه ګوند پر دې توانیدلی چې خلک بسیج کړي په زیاته بیا د ټول هیواد په کچه د مدرسو ملاتړ راخپل کړي.

د پاکستان د اپوزیسیون دوو سترو ګوندونو هم ویلي دي چې د عمران خان پر ضد د فضل الرحمن د مارش ملاتړ کوي خو ویلې یې دي چې د داسې کوم اقدام ملاتړ به ونه کړي چې له اساسي قانون سره اړخ نه لګوي.

د پاکستان حکومت ویلي دي چې له اپوزیسیون سره مذاکرات کول غواړي خو په عین وخت کې یې د دې هوډ څرګند کړی دی چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې په اسلام آباد کې چارې په ټپه ودروي.

sr/ms (Reuters)