1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په بمي چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۳ فروردین ۱۱, شنبه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د شنبې په ورځ (مارچ ۳۰مه) یوه چاودنه شوې چې د پولیسو په خبره يو تن پکې وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې د پوځ درې عسکر شامل دي.

https://p.dw.com/p/4eHGd
د آرشیف انځور - د پاکستان امنیتي ځواکونه د بلوچستان مرکز کويټه ښار کې د مخدره مواد د قاچاق ضد عملیاتو پر مهال
د آرشیف انځور - د پاکستان امنیتي ځواکونه د بلوچستان مرکز کويټه ښار کې د مخدره مواد د قاچاق ضد عملیاتو پر مهالانځور: Abdul Ghani Kakar/DW

د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، دغه چاودنه د بلوچستان په هرنائي ولسوالۍ کې چې د مرکز کوټې ښار په شمال لويديځ کې پرته ده، شوې ده.

د يادې ولسوالۍ مرستیال کمشنر، جاويد دمکي، وویل چې بمي موادو هغه مهال چاودنه وکړه چې د مري پيټرولیم شرکت يوه ډله د ګازو د کشف په یوه سروې باندې بوخته وه. د دغې چاودنې مسئولیت هېڅ چا په غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان بلوچستان ایالت له کلونو راهيسې د بيلتون غوښتونکو او نورو یاغي ډلو له خوا د ټېټې سطحې ناامنيو شاهد دی. که څه هم د پاکستان حکومت ادعا کوي چې په دغه ایالت کې ېې شورش او تاوتريخوالی سرکوبه کړي، خو چاودنې او وسلوال بریدونه په کې ادامه لري.

آ./م.ک.ص./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل