پاکستان په افغانستان کې خپله کنسلګري په موقت ډول تړلې
۱۳۹۷ شهریور ۱۰, شنبهپه پلازمینه کابل کې د پاکستان سفارت د بهرنیو چارو وزارت ته په دې هکله رسمي شکایت کړی دی. د پاکستان سفارت په لیږل شوي يوه لیک کې په جلال آباد ښار کې د پاکستان د کنسلګرۍ په چارو کې د دې ولایت د والي د لاس وهنې په هکله شکایت کړی. د بهرنیو چارو وزارت ته په لیږل شوي لیک کې همدا راز غوښتنه شوې چې د ننګرهار والي دې د کنسلګرۍ په چارو کې له لاس وهنو ډډه وکړي.
سربیره پر دې په افغانستان کې د ګاونډي هیواد پاکستان سیاسي ماموریت له افغان چارواکو غوښتي چې د دوی د کنسلګرۍ اړوند سیمه کې دې امنیت هم ټینګ کړي. په لیږل شوي لیک کې ویل شوي چې په جلال آباد ښار کې به دغه کنسلګري تر هغه پورې تړلې وي، ترڅو چې د پاکستان د سفارت د غوښتنو سره سم د امنیت په برخه کې اقدامات نه وي عملي شوي.
پاکستان په افغانستان کې د سفارت پرته د هیواد په څلورو سترو ښارونو جلال آباد، مزارشریف، کندهار او هرات کې څلور کنسلګرۍ لري. په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان سیاسي او دپلوماتیکي اړیکې تر ټولو ټیتي کچې ته رسیدلي دي او داوړه هیوادونه یو پر بل باندې د ترهګرو د ملاتړ تورونه پورې کوي.