پاکستان ولې په کابل کې د خپل سفارت د ویزې څانګه تړلې؟
۱۳۹۸ آبان ۱۳, دوشنبهپه کابل کې د پاکستان سفارت د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نوامبر ۴ نیټه) د يوې اعلاميې په ترڅ کې د ویزې د څانگې د تړلو اعلان وکړ او ویې ويل چې کونسلي خدمات به یې تر نامعلومې نيټې پورې ځنډيدلې وي.
د يکشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت «افغان شارزژ دې افير» وربلې وو او په کابل کې یې د خپلو ديپلوماتانو د خونديتو په اړه انديښنې ورسره شريکې کړې وې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي: «افغان شارزژ دې افير ته وويل شول چې د پاکستان د سفارت کارکوونکي په تېرو دوو ورځو کې ځورول شوي دي.»
زياته شوې ده چې دغو کسانو ته پر سړک خنډ جوړ شوی وو او د سفارت موټرې یې د موټر سايکلونو په واسطه زيانمنې شوي دي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تازه ټاکل شوي وياند گران هېواد، د اسوشيتد خبري آژانس ته ويلي چې په دې اړه به پلټنې وشي. هغه زياته کړې: «موږ دلته په کابل کې د پاکستان له سفارت سره د دغه مسئلې د ختمولو په موخه په تماس کې يو.»
افغانستان او پاکستان یو له بل سره حساسې اړیکي لري او دواړو هېوادونو تل پر يو بل ډول ډول تورونه لگوي.
bs/ms (AP)
زموږ له آرشيف څخه: