1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان مودي ته له خپل هوايي حريم د تېريدو اجازه نه ده ورکړې

۱۳۹۸ شهریور ۲۸, پنجشنبه

پاکستاني چارواکو ویلي چې د هند لومړي وزير نريندر مودي ته یې اجازه نه ده ورکړې چې د خپل هیواد د هوايي حريم له لارې یې پرواز وکړي. بل خوا عمران خان کشمير ته د جهاد په موخه له تللو څخه خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/3PqxT
Bangladesch Ankunft Narendra Modi Premierminister Indien
انځور: Getty Images/AFP/M. Uz Zaman

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د چهار شنبې په ماښام (د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر ۱۸مه) د يوې ويديو له لارې وويل چې د پاکستان حکومت د هند هغه غوښتنه رد کړه چې لومړي وزير مودي ته دې د سپتمبر پر ۲۰ او ۲۸ مو نیټو آلمان ته د تگ او راتگ له پاره د دغه هېواد له هوايي حريمه د تیرېدو اجازه ور کړل شي.

قريشي زياته کړه: «موږ دا کار په کشمير کې د روان وضيعت له کبله کړې ده.» د هند له خوا د کشمير د ځانگړي نيمه خپلواک حيثيت تر ختمولو وروسته په کشمير کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي او گرځبندیز ته ورته وضيعت دی.

د پاکستان هوايي حريم د تجارتي پروازونو له پاره پرانيستی دی خو دا په روانه مياشت کې دويم وار دی چې اسلام آباد هندي مشرانو ته له خپل هوايي حريمه د تېریدو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان له خوا دغه ډول چلن تر هغه وروسته وليدل شو چې د هند د کورنيو چارو وزير د سه شنبې په ورځ له خبريالانو سره د خبرو پر وخت ويلي ول چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير هم د هند برخه ده او تمه لري چې پر دغه سيمه به بشپړ کنترول ترلاسه کړي.

پاکستان د هند پر دې څرگندونو د غبرگون په توگه ويلي ول چې که ځمکنۍ بشپړتيا یې وننگوله شي نو د هر ډول اشغال اغیزناک ځواب به ورکړي.

Pakistan Islamabad  Rede Premierminister Imran Khan
لومړي وزير عمران په کشمير کې له جهاد څخه خبرداری ورکړیانځور: AFP/A. Qureshi

خو لومړي وزير عمران خان بيا په عین حال کې د پاکستان وگړو ته خبرداری ورکړی چې هر هغه څوک چې کشمير ته د جهاد له پاره ځي، هغه به د دغه هېواد لوړ هدف ته زيان ورسوي.

هغه خبرداری ورکړ چې د هند چارواکي د يوې «بهانې» په انتظار دي څو پر کشمير ور وخيژي. نوموړي ژمنه وکړه چې راروانه اوونۍ به د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د کشمير موضوع راپورته کړي.

د هند او پاکستان ترمځ د کشمير پر مسئله ترینگلتياوې هغه وخت لا پسې پراخې شوې چې هند د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمير ځانگړی نیمه خپلواک حیثيت ختم کړ او هلته وضعه لا پسې خرابه شوه.

له هغه راهیسې د دواړو هېوادونو مشرانو لفظي جگړه پېل کړې ده. هند پر پاکستان له ډېر پخوا راهیسې په کشمير کې د وسله والو ډلو پر مټ د بريدونو تورونه لگوي.

پاکستان هم هند له خوا د کشمير د ځانگړي حیثيت د ختمولو تر پريکړې وروسته ژمنه کړې چې د کشميريانو ترڅنگ به دريږي او پر هند یې په ښکاره توگه په سيمه کې د «ټول وژنې» تور لگولی.

BS/NZ (DPA, AFP)