1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پاکستان له افغانستانه غوښتي دي چي د داعش ډلې مشر ور وسپاري

۱۳۹۹ فروردین ۲۱, پنجشنبه

پاکستان له افغانستان څخه د داعش ډلې د نیول شوي پاکستاني مشر د ور سپارلو غوښتنه کړې. ملي امنیت څو ورځې مخکې اسلم فاروقي او د داعش ډلې د څو تنو قوماندانانو د نیولو خبر ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/3ai0X
Afghanistan Abdullah Orkzai IS-Führer
انځور: Nationale Sicherheitsbehörde Afghanistan

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې پاکستان له افغانستان څخه د داعش یا اسلامي دولت د نیول شوي پاکستاني مشر د ورسپارلو غوښتنه کړې ده. د تیرې یکشنبې په ورځ، افغان چارواکو په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګې د مشر اسلم فاروقوي او یو شمیر نورو جګپوړو قوماندانانو د نیول خبر ورکړی وو.

فاروقي چې د داعش ډلې د خراسان څانګي مشري یې پر غاړه وه، د پاکستان اوسیدونکی دی او اصلي نوم یې عبدالله اورکزی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «له دې کبله چې اسلم فاروقي په افغانستان کې د پاکستان ضد فعالیتونو کې ښکیل وو، نو هغه باید پاکستان ته د لا ډیرو پلټنو له پاره وسپارل شي.»

په ورته وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر هم احضار کړی دی. تر اوسه پورې د افغانستان حکومت په دې هکله خپل رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

د داعش د خراسان ډلې مشر فاروقي او ۱۹ تنه جګپوړي قوماندانان یې په کابل کې تر یوې خونړۍ پیښې یوازې څو ورځې وروسته نیول کیږي. د کابل په دغه برید کې چې مسئولیت یې داعش ډلې منلی وو، ۲۵ کسان وژل شوي وو.

بل لوري ته د افغان چارواکو په خبره، د داعش ډلې مشر اسلم فاروقي د پلټنو پرمهال منلې ده چې په سیمه کې یې له استخباراتي ادارو سره اړیکې درلودې، چې تر ډیره پورې یې اشاره د پاکستان استخباراتي ادارې یا آی اس آی ته ده.

د افغان چارواکو په خبره، فاروقي په داعش ډله کې ډیرې دندې پر مخ بیولې او په پاکستان او افغانستان کې یې فعالیت کاوه. نوموړی له ۲۰۱۸م کال راهيسي د داعش ډلې مشر وو.