1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان غواړي د عمران خان په سفر له واشنګټن سره اړیکې ښې کړي

۱۳۹۸ تیر ۲۵, سه‌شنبه

پاکستان د سه شنبې په ورځ هیله څرګنده کړه چې امریکا ته د عمران خان سفر به د واشنګټن او اسلام آباد ترینګلې اړیکې یو څه ښې کړي. د دواړو هیوادونو تر منځ د اختلاف یوه موضوع افغانستان ده.

https://p.dw.com/p/3M9Nm
Bildkombo Donald Trump und Imran Khan

په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د خبرو له لارې په افغانستان کې له ۱۸ کلونو راهيسي رواني جګړې د پای ته رسولو هڅې کوي، کارپوهان په دې نظر دي چې همدا موضوع به د عمران خان د سفر یو له اصلي اجنداو څخه وي. امریکا متحده ایالاتو ته د عمران خان سفر د جولای میاشتې ۲۲ مې نیټې ته پلان شوی دی.

د ولسمشر دونالد ترمپ اداره له پاکستان څخه تمه لري چې د افغانستان د سولې په بهیر کې لا فعال نقش ولري او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مستقیمو خبرو اترو په پیلولو کې مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي، د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې یوه سیمینار ته وویل: «پاکستان په ښه نیت د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو زمینه برابره کړې ده. دا پر دې موضوع زموږ ټینګار ښيي چې [سوله] یو جمعي مسئولیت دی.»

د پاکستان لومړی وزیر له ولسمشر ترمپ سره یو څه مشترکات هم لري. دغه دواړه کسان سیاست ته تر راتلو مخکې مشهورې څیرې وې. ترمپ د یوې تلویزیوني خپرونې چلوونکی او عمران خان د پاکستان د کریکټ کپتان وو.

د دواړو عاشقانه ژوند یو وخت د مجلو په سرلیکونو بدلیده. خو دغو دوو مشرانو تر دې مخکې یو له بل سره ترینګلې اړیکې لرلې دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ وویل، دا چې ولسمشر ترمپ عمران خان وربللی دی دا خبره څرګندوي چې د دواړو اړخونو له پاره یو له بل سره اړیکه لرل ډیر ارزښت لري.

په ۲۰۱۷م کال کې واک ته د ترمپ تر رسیدو وروسته، د اسلام آباد او واشنګټن اړیکې تر پخوا لا ترینګلې شوي دي. ترمپ له هغه وخت راهیسې په وار وار پر پاکستان باندې له دې کبله نیوکې کړي دي چې په خبره یې له یاغیانو سره په مقابله کې پاتې راغلی دی.

سپینه ماڼۍ د پاکستان پر پوځ باندې تور لګوي چې له طالبانو سره مرسته کوي څو په افغانستان کې د هندوستان د نفوس مخه ونیسي. پاکستان بیا دغه ټولې نیوکې ردوي او وایي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یې لویه قرباني ورکړې ده.

(ms/nz (afp