1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: اپریل میاشت کې ورښتونو ۶۰ کلن ریکارډ مات کړ

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۵, شنبه

د پاکستان د هواپېژندې اداره وايي دغه هېواد سږکال «له ۱۹۶۱کال راهیسې تر ټولو مرطوب اپریل» میاشت تجربه کړې چې بارانونه پکې د معمول په پرتله له دوه برابره ډېر ول. چارواکي وايي په سږني اپریل کې له دوو برابره ډېر ورښتونه شوي.

https://p.dw.com/p/4fVGI
د آرشیف انځور - پاکستان په وروستیو میاشتو کې درنو ورښتونو شاهد وو چې درانه مالي او ځانی زیانونه ېې هم اړولي ول
د آرشیف انځور - پاکستان په وروستیو میاشتو کې درنو ورښتونو شاهد وو چې درانه مالي او ځانی زیانونه ېې هم اړولي ول انځور: Sajjad/Xinhua/IMAGO

د پاکستان د مترولوژي ادارې د اقلیم په تړاو په خپل میاشتني رپوټ کې ويلي چې په سږنۍ اپریل کې د ورښتونو کچه «له حده ډېره لوړه» یعنې ۵۹ اعشاریه ۳ میلي مېتره وه چې نورمال حد ېې ۲۲نیم ميلي متره دی.

رپوټ زیاتوي چې دا «له ۱۹۶۱ راهيسې تر ټولو مرطوب اپریل» وو چې پکې د تندر او په شدیدو ورښتونو کې د کورونو د نړېدو له کبله لږ تر لږه ۱۴۴ کسان مړه شوي دي.

پاکستان د موسمي او د نه وړاندوېنې وړ ورښتونو له کبله مخ په ډېرېدونکي توګه یو زیانمنونکی هېواد دی.

د نړېوال بانک د اټکل له مخې د ۲۰۲۲م کال موسمي بارانونو د پاکستان په ميلیونونو خلک بېځایه کړل او دغه هېواد ته ېې د ۳۰ میلیارډ ډالرو په ارزښت زیان اړولی. پاکستان ېې لاملاقليمي بدلون بولي.

د پاکستان د مترولوژي ادارې ویاند، زهیر احمد بابر وايي: «اقليمي بدلون زموږ د سیمې د آب و هوايي وضعیت په بې نظمولو کې لوی عامل دی.» په اپریل کې په ډېرو آسیایي سیمو کې هوا ګرمه وي، خو په پاکستان کې په اوسط ډول ۲۳ اعشاریه ۶۷ درجې د سانتیګراد وه.

mks/akh(AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل