1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د هند له «هدفي بريد» څخه خبرداری ورکړ

۱۳۹۹ آذر ۲۹, شنبه

د پاکستان خارجه وزير پر هند د «هدفي بريد» د پلان کولو تور ولګاوه. د هغه په خبره پر پاکستان بريد به د افغانستان د سولې پر روانو خبرو هم ناوړه تاثير ولري.

https://p.dw.com/p/3mwto
Pakistan Shah Mehmood Qureshi, Außenminister
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قريشي، په متحده عربي اماراتو کې د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې په يوه ويډيويي کنفرانس کې خبرې کولې چېرته چې هغه د اماراتو له لوړپوړو چارواکو سره هم ګوري. قریشي د دغې ادعا د ثبوت له پاره کوم شواهد وړاندې نه کړل، خو د «باور وړ استخباراتي معلوماتو» څخه يې نقل قول وکړ.

د پاکستان خارجه وزیر زياته کړه چې پاکستان دې ته چمتو دی چې د هند هر ډول بريد ته ځواب ووايي، خو په خبره يې دا د سيمې د ثبات له پاره خطر دی. له نوي ډهلي څخه دغو څرګندونو ته سملاسي غبرګون ونه ښودل شو. قريشي دا هم وويل چې د هند له خوا بريد ښايي د سولې پر روانو افغان خبرو اترو باندې تاثير ولري او هغه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي. پاکستان په دغو خبرو کې مهم نقش لري.‌

طالبان چې پاکستان ورباندې ډېر اغېز لري او د افغانستان حکومتي استازي د سپتمبر مياشتې راهيسې په قطر کې مذاکرات کوي چې هدف يې د سولې د يوه تړون د لارې د افغانستان جنګ ته د پای ټکي ايښودل دي.‌

د طالبانو يوه پلاوي د جمعې په ورځ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وکتل. نوموړي په افغانستان کې د ډېر زيات تاوتريخوالي له کبله اندېښنه څرګنده کړه او په دواړو ښکېلو لورو يې د تاوتريخوالي د کمښت او د اوربند په لور د خوځېدلو غږ وکړ.

بل لوري ته د عمران خان د ملي امنيت سلاکار، معيد يوسف، د قريشي اندېښنې په يوه ټويټ‌ کې راونغښتلې. نوموړي په ټويټر کې ليکلي دي چې «نړۍ بايد هند د سيمې له بې ثباته کولو څخه راوګرځوي چې هڅه کوي‌ د کورنيو ستونزو څخه پام بلې خوا ته واړوي.»

پاکستان د جمعې په ورځ دا ادعا هم وکړه چې هندي ځواکونو دې د ملګرو ملتونو د څارونکو په يوه موټر باندې هم بريد کړی وي چې دواړه تنه ورڅخه روغ وتلي دي. د هند يوه لوړپوړي افسر د نوم د ښودلو په شرط د پاکستان له خوا دغه ادعا رد کړې ده.

زموږ له آرشیف څخه: