پاکستان: افغاني توغندیو زموږ ۴ سرتيري وژلي
۱۳۹۰ تیر ۲۸, سهشنبهافغان چارواکو په دې اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي. دا پداسي حال کي ده چي د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د امنيتي مسايلو پر سر د خبرو له پاره د کرزي سره د ليدو دپاره نن کابل ته روان دی.
د خيبر پښتونخوا ايالت د مرکز پيښور څخه د تليفون په کرښه يو امنيتي چارواکي فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي:« په دغه بريد کي ۴ تنه وژل سوي او نور دوه تنه بيا ټپيان سوي.
دغه چارواکي زياته کړي:« د افغانستان له لوري د ۲۰ څخه زيات راکټونه فايرسوي، چي د هغې له جملې څخه ۳ راکټه په انګوراډه کي د پاکستان د سرحدي مليشو پر يو پوسته لګيدلی دی.» د وزيرستان د مرکز وانا څخه يو بل چارواکي هم د پيښي پخلی کړی.
په تيرو څو اونيو کي د پاکستان او افغانستان له لوري د پولي دواړو خواو ته د تاوتريخوالي په پيښو کي زياتوالی ليدل کيږي. څه موده وړاندي افغان ولسمشر حامد کرزي پر پاکستان تور لګولی، چي د پاکستان له لوري پر افغانستان توغندی توغول کيږي او د کونړ او ننګرهار په ولايتونو کي يي ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولي.
خو د پاکستان دولت له دغسي تورونو څخه انکار کوي او وايي، چي دوی په قصد سره کوم راکټ د افغانستان پر لور نه دی فايرکړی.
تيره اونۍ د ننګرهار په مرکز جلال آباد کي په سلګونو تنو د پاکستان د دغه ړندو راکټونو د ورولو پر سر يو لاريون هم تر سره کړی وو.
خو په دې نژدې وختونو کي پاکستان او افغانستان پر يو بل تورونه لګولی، چي د ياغيانو پاخه سنګرونه په خپله خاوره کي لري.
د پاکستان ولسمشر تر دې وړاندي ايران ته تللی و، او هلته يې د ايران د ولسمشر احمدي نژاد سره ليدلي ول.
د کرزي دفتر ويلي چي د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري و لسمشر کرزي ته د هغه د ورور د فاتحې له پاره راځي. د ولسمشر ورور، احمد ولي کرزی، د تيري سې شنبې په ورځ په خپل کورکي د خپل باوري کس لخوا ووژل سو.
خو پدغه سفر کي به د امريکا د متحده ايالاتو او د افغانستان له لوري د پخلايني د هڅو په اړه هم خبري وسي.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل