1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

پاپ د کریسمس اختر پرمهال په نړۍ کي د سولي غوښتنه وکړه

۱۴۰۱ دی ۴, یکشنبه

د کاتولیکي عیسویانو رهبر، پاپ فرانسیسکو د کریسمس اختر په مناسبت خپله وینا کي په جنګ کي د اوکراینیانو درد او کړاو ته اشاره وکړه.

https://p.dw.com/p/4LQ4l
Papst Franziskus I Weihnachtsbotschaft „Urbi et Orbi"
انځور: Yara Nardi/REUTERS

هغه نن یکشنبه په روم کي د کریسمس اختر پخپله عنعنوی پیغام کي وویل، « پریږدئ، چي زموږ توجه زموږ اوکرایني وروڼه او خویندي په بغل کي ونیسي، هغه چي دغه کریسمس اختر د لس میاشتني جنګ د ویرانیو او خرابیو په دلیل په تیاره، یخ او یا د خپلو کورونو او ټاټوبو څخه لیري تیروي او تجربه کوي یې» .
هغه پخپله وینا کي د نړۍ نورو شخړو او کشمکشونو ته هم اشاره وکړه، دهغې جملې څخه سوریې، منځني ختیځ او نورو ته.