1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ د جنسي تېري له توره خلاص اُسقف ته ښه راغلاست ووايه

۱۳۹۹ مهر ۲۲, سه‌شنبه

پاپ فرانسيس و اُسقف جيورج پېل ته ښه راغلاست ووايه څوک چي پر دوو ماشومانو د جنسي تيري په تور يو کال بندي وو، خو وروسته يې برأت ترلاسه کړ.

https://p.dw.com/p/3jqJV
Vatikan | Papst Franziskus während Ostermesse im Petersdom
انځور: Getty Images/AFP/A. Solaro

د کاتوليکي کليسا روحاني مشر پاپ فرانسيس روم ته د اُسقف جيورج پېل د بېرته راستنېدو سره د هغه تود هرکلی وکړ. پر پېل تور لګول سوی وو، چي پر ماشومانو يې جنسي تېری کړی دی، خو نوموړی له ياد تور څخه د برأت ترلاسه کولو وروسته بېرته روم ته ستون سو چيري چي پاپ د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر۱۲مه) هغه ته ښه راغلاست ووايه. اُسقف په کاتولیکي کليسا کي تر پاپ وروسته لوی روحاني مقام دی.

د واټيکان له خوا يوه ويډيو خپره سوې ده چي پکښي د پاپ او د اُسقف پېل ملاقات فلمبرداري سوي دي. په ويډيو کي معلوميږي چي پاپ و اُسقف ته وايي: «ډېر خوشاله يم چي تا وينم» او «مننه ستا له شاهدۍ څخه.»

د اُسقف پېل سره د لېدنې په ويډيو کي ليدل کيږي چي پاپ په مسکا و ماسک نه لرونکي اُسقف پېل ته لاس ورکوي او پخپله يې هم د کرونا د پاندمي باوجوده ماسک نه دی کړی.

پر ۷۹ کلن کاتوليکي اُسقف پېل باندي تور و چي په خپل پلرني هيواد آستراليا کي يې پر ماشومانو جنسي تېری کړی وو. د همدغه تور له کبله هغه په ۲۰۱۷م کال کي له روم څخه ولاړ چي د تورونو په وړاندي له ځان څخه دفاع وکړي. له روم څخه د تللو مخکي اُسقف پېل د واتيکان د دولت په اصطلاح د مالي چارو د وزير په شان وو. واتيکان د ايتاليې په روم ښار کي هغه کوچنی ښارګوټی دی چي خپل ځان ته د دولت حيثيت لري او مشري يې د کاتوليکي کليسا د مشر پاپ پر غاړه ده.

اُسقف پېل تر يو کال زيات وخت په زندان کي تېر کړل خو په اپريل مياشت کي هغه وخت بېرته آزاد سو، کله چي د آستراليا عالي محکمې په نوموړي لګول سوی د جنسي تېري تور لغوه کړ. پر پېل تور لګول سوی و چي په ۱۹۹۶م کال يې د مېلبورن په کليسا کي په عبادتي سندرو ويونکو دوو ماشوم هلکانو جنسي تېری کړی وو. اُسقف له نن څخه تقريبا دوې اونۍ تر مخه واتيکان ته بېرته راستون سوی او وجه يې دا ښودلې وه چي ګواکي غواړي خپل اپارتمان منظم کړي.

خو پېل په داسي وخت کي روم ته رسېدلی چي پاپ د مالي چارو خپل مسؤل لوړپوړی کس او ايټالوی اُسقف، انګېلو بيچيو، د اختلاس په تور له خپلې دندې ليري کړی دی. له دندې ليري کړل سوی اُسقف د پېل له زړو سيالانو څخه يو وو. پر انګېلو بيچيو د سپتمبر په مياشت کي تور ولګول سو چي د اطفالو له پاره د واتيکان له خوا په مالي مرستو کي يې درغلۍ کړي وې. خو دغه اُسقف ورباندي لګول سوي تورونه ردوي او تر اوسه ورباندي په رسمي توګه دوسيه هم نه ده جوړه سوې.

د پېل او بيچيو تر منځ په واتيکان کي د مالي اصلاحاتو پر موضوع سخت اختلافات او جنجالونه رامنځ ته سوي ول. د پاپ له خوا د بيچيو د له دندې ليري کولو وروسته پېل په يوه اعلاميه کي ويلي ول چي «پاپ ته بايد مبارکي او مننه وويل سي».

آ./ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (13.03.2018):