1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

پاپ د اوکراین په جنګ کي د سولي امکان ویني

۱۴۰۱ آبان ۲۹, یکشنبه

د کاتولیکي کلیسا رهبر، پاپ فرانسیس د روسیې او اوکراین په جنګ کي بیا هم د سولي امکان ویني. هغه ویلي: زه امیدواره یم. پریږدئ چي تسلیم نه سو، سوله ممکنه ده.

https://p.dw.com/p/4JnJO
Bahrain | Rückreise Papst Franziskus
انځور: VATICAN MEDIA/ipa-agency.net/IMAGO

هغه جمعه (د نومبر میاشتي ۱۷ مه) د ایټالوۍ ورځپاڼي «لا سټمپا» سره په مرکه کي وویل: «هو، زه امیدواره یم. پریږدئ چي تسلیم نه سو، سوله ممکنه ده.» دغه ۸۵ کلن همدارنګه وویل چې یوازي اوربند کفایت نه کوي، د کوم په صورت کي چي امکان لري متقابل اړخونه ځانونه بیرته تجهیز کړي. په خبره یې واتیکان هره ورځ مذاکراتو ته په کتو سره اوضاع ارزیابي کوي او کوښښ کوي د جنګي اړخونو سره د نژدې کیدو او«ارتباطاتو یوه شبکه» جوړه کړي.

د کاناډا دفاع وزيره: اوکراین د جګړې ګټونکی دی

د پاپ په نظر د دغي «ټولي تراژیدۍ» تر شا هم «د قدرت د تږو» او هم د «وسلو د تجارت» کسانو لاس پروت دی. پاپ پر بین المللي ټولني باندي هم سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چې «درې جهاني جنګونه په یوه قرن کي او لا یې موږ نه زده کوو». هغه اضافه کړه، موږ ټوله باید د خپلو زړونو «د غیر نظامي کیدو» کوښښ وکړو.  

پاپ په دې اواخرو کي د اوکراین د جنګ حالت، د ټولي نړۍ په سطح شخړو او اټومي تهدید ته په کتو سره څو واره «د دریم جهاني جنګ» د شروع کیدو څخه خبره کړې ده.