1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفرانسه

په پاریس کې د پي ټي ام لاريون؛ غوښتنې څه دي؟

محمد کریم صالح
۱۴۰۱ آبان ۲۹, یکشنبه

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې نن يکشنبه د فرانسې پلازمينه پاریس ښار کې يو لاریون په لاره اچوي. د پروګرام یو تنظيمونکي وويل د لاريون په اجندا کې د نورو تر څنګ يوه موضوع د افغان نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانیستلو موضوع ده.

https://p.dw.com/p/4JnX9
Paris Place de La Republique Monument
انځور: picture-alliance/dpa/U. Anspach

په پاریس کې د يکشنبې ورځې د لاريون یو تنظيمونکي، حبيب الرحمن زمانخيل دويچه ويله ته وويل چې د لاريون لومړنۍ موضوع «په ټوله افغان خاوره کې د نجونو ښوونځيو د بېرته پرانستلو» موضوع ده.

زمانخيل چې ځان په فرانسه کې د پي ټي ام مشر معرفي کوي، زیاته کړه چې د نني لاريون نورې موضوع ګاني «په لر او بر کې د افغان وژنې درول، د پي ټي ام د ټولو بنديانو آزادول، د افغانستان د پخواني نظام ملکي او غیر ملکي منسوبانو د هدفي وژلو درول او په پاکستان کې د افغان ښځينه او نارينه مهاجرو د شکنجې او تحقیر» درولو موضوع ګانې دي چې په هکله به يې دوی نړیوالو ته خپل غږ اوچتوي.

نوموړي وويل چې دغه لاریون د پاریس ښار په رېپوبليک يا جمهوريت میدان کې په ځايي وخت د ماسپښين په ۲ بجو پيلیږي او د هوا د نه خرابوالي په صورت کې به تر ۵ بجو پورې ادامه ولري.

زمانخيل زیاته کړه چې تمه ده په لاریون کې د نورو اروپايي هیوادونو څخه هم ګډونوال حضور ولري: «له آمو تر اباسینه ټول افغانان که هغه هر قوم پورې تړلي وي، کولی شي موږ سره ګډون وکړي.»

د هغه په خبره، د پي ټي ام مشر، منظور احمد پښتين به هم ګډونوالو ته خپل پيغام واوروي. پښتين پر خپلې فیسبوک پاڼه يوه خپره کړې ويډېو کې له خلکو غوښتي چې په دغه لاریون کې ګډون وکړي: «په دغه لاریون کې به په پښتونخوا کې د ناامنيو پر ضد، په افغانستان کې د ښځو د تعلیم په حق کې او د علي وزیر او حنیف پښتين د خلاصولو او نورو ستونزو په هکله غږ پورته کيږي.»

د حبيب الرحمن زمانخيل په خبره، دوی په راتلونکې کې دا ډول نور لاریونونه هم په نظر کې لري او هیله مندي ېې وښوده چې مثبت اثرات به ولري.

Paris Proteste von Pashtun Tahafuz Movement
انځور: PTM

د منظور احمد پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ له څو کلونو راهیسې د پښتنو د حقونو او په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا په قبايلو سیمو کې د ناامنیو، د پښتنو د وژلو، لادرکه کېدو او نيولو خلاف اعتراضي غونډې کوي.

دوی د پاکستان پر حکومت تور لګوي چې په پښتون ميشته علاقو کې خلک په یو او بل نوم ځوروي، هغوی نيسي او وژني يې. تر اوسه د دغه غورځنګ ځينې مخکښ غړي لکه ارمان لوڼي او عارف وزير وژل شوي دي. علي وزير چې د دغه غورځنګ بل مخکښ غړی دی د څه باندې دوو کلونو راهیسې په بند کې دی. خو په وروستيو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، چې په میرانشاه کې د علي وزیر ضمانت منظور شوی. د هغه په خبره «دا د علي وزیر پر ضد وروستۍ اف ای آر و». اف آی آر رسمي ليکلي شکايت يا عريضې ته ويل کيږي چې د ياد غورځنګ د غړو پر ضد وار په وار وړاندې کيږي.

م.ک.ص./م.ن.ص.

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال